تازه خبرونه
په ایټالیا کې به د سفر محدودیتونه ډېر ژر لیرې شي
د ایټالیا حکومت یو داسې فرمان لاسلیک کړی، چې له مخې به یې د جون له ۳ نېټې په دې هېواد کې د تګ راتګ تر څنګ پر سفرونو لګول شوي بندیزونه هم لیرې شي.
دا هڅه په داسې حال کې تر سره کیږي، چې ایټالیا د کرونا ویروس د مخنیوي محدودیتونه راکم کړي دي.
ایټالیا، چې تر دې دمه یې کرونا ویروس د ۳۱۶۰۰ هېوادوالو ژوند اخیستې؛ د مړینې د پېښو له مخې د نړۍ درېیم هیواد هم ګڼل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې دمګړۍ په ایټالیا کې د دې ویروس د خپریدو کچه د پام وړ راکښته شوې، چې له مخې یې د دې هېواد حکومت محدودیتونه هم څه نا حه راکم کړي دی.
په لومړي ګام کې د می میاشتې له ۴ د دې هېواد ټولو فابریکو او پارکونو ته د پرانستې اجازه ورکړ شوه.
رستورانټونه او پلورنځي به د می پر ۱۸ د ټولنیز واټن په پام کې نیولو سره پرانستل شي.
د ایټالیا لومړي وزیر جوزیه کونټه په خپل وروستي فرمان کې د جون له ۳ د سفر محدودیتونه هم لیرې کړل.
د ایټالیا ځینو سیمو د ډېرو محدودیتونو د لیرې کولوغوښتنه کړې؛ کونټه ویلي، چې ټول محدودیتونه به د وخت پر تېریدو لیرې شي؛ ځکه، چې د کرونا ویرس د بیا خوریدو وېره اوس شته دی.