روغتيا
په ایټالیا کې د بېزوګي تڼاکې واکسیناسیون پیل شو
(Last Updated On: زمری ۱۸, ۱۴۰۱)
د رویترز د څرګندونو له مخې، ایټالیا د دوشنبې پر ورځ د زمري ۱۷ / د اګست اتمه په ټول هېواد کې د بېزوګي تڼاکې یا منکي پوکس واکسین کمپاین پیل کړ.
په دغه هېواد کې د دغه ويروس د واکسين کمپاين په داسې حال کې پيلېږي، چې د دغه هېواد روغتيايي چارواکي په ټوله نړۍ کې د واکسينو له کمښت خبر ورکوي.
د ایټالیا روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې دمه په دغه هېواد کې د بېزوګي تڼاکې ۵۴۵ پېښې ثبت شوي او د دغه هېواد د پلازمېنې په اسپلانزاني روغتون کې به د دغه ویروس د واکسین لومړی دوز ورکړ شي.
په دغه هېواد کې د بېزوګي تڼاکې لومړۍ پېښه د ۲۰۲۲ زېږدیز کال د می پر ۲۰ ثبت شوې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې د روغتیا نړیوالې ټولنې د سږکال په جون کې د بېزوګي تڼاکې خپریدل یو نړیوال بېړنی حالت اعلان کړ.