تازه خبرونه
په ایټالیا کې د درې افغانانو وژنه «غونیځیږوونکی جنایت» دی – ملوني
ملوني د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي دیارلسمه ) په ايکسپاڼه کې لیکلي، چې ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونهکړي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا ملوني د اورلګونې د هغې پېښې په غبرګون کې، چې له کبله یې د درې افغانانو په ګډون څلور کسان ووژل شول ویلي؛ دې پېښې سخته ووېروله او دا «غونیځیږوونکی جنایت» ګڼي.
ملوني د چارشنبې پر ورځ( د غبرګولي دیارلسمه ) په ايکسپاڼه کې لیکلي، چې ایټالیا به د تاوتریخوالي او وحشت پر وړاندې شاتګ ونهکړي.
هغې د دې پېښې د هر اړخیزو څېړنو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې ټول ښکېل کسان باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي او خواشیني هم څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له ایټالیايي چارواکو غوښتي، چې د هغې پېښې عاملان د قانون منګولو ته وسپاري، چې د ایټالیا په سویل کې د کالابریا ولایت د امیندولارا سیمې په یوه پمپسټېشن کې یې درې افغان کډوال د موټر د قصدي سوځولو له کبله ووژل.