تازه خبرونه
په بادغيس کې شپږ تعويذ ليکونکي او جادوګر ونيول شول
د بادغیس ولایت سیمه ییزو چارواکو ويلي، چې د دغه ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبینو شپږ تعویذ لیکونکي او جادوګر نیولي دي.
د بادغیس والي ویاند احمد جان حنظله ويلي؛ دغه کسان په کورنیو کې د کرکې او بېلتون د رامنځته کېدو لامل ګرزېدلي وه.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له دغو کسانو څخه ترلاسه شوي کتابونه، تعويذونه او نور اسناد ښيي، چې ډېري ځوانان یې له خپلو مېرمنو بېل کړي او د کورنيو تر منځ يې نه یوازې اختلافات رامنځته کړي، بلکې دا کار د اسلامي شريعت خلاف هم دى.
د بادغیس والي ویاند زیاته کړې، چې نیول شوي کسان به عدلي او قضايي ارګانونو ته وروپېژندل شي.