تازه خبرونه

په بامیان ولایت کې د سمڅو‌ اوسیدونکیو ته د استوګنې ښارګوټی جوړیږي

Published

on

نن سې شنبه (د غویی دولسمه ) د اسلامي‌امارت ویاند ذبیح‌الله ‌مجاهد ويلي، چې د اسلامي امارت د مسوولینو پر هڅو د لومړي ځل لپاره په بامیان‌ولایت کې د سمڅو‌اوسیدونکیو ته د استوګنې د ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.

د ذبیح الله مجاهد تویت کړی؛ دوی له کلونو کلونو راپدیخوا بې کوره ول او په سمڅو کې اوسېدل.

مجاهد زیاته کړې، چې د دغه ښارګوټي د پرانیستلو په مراسمو کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ مسوولینو هم ګډون کړی و.

ذبیح الله مجاهد د دې هوکړې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

Trending

Exit mobile version