سیمه ییز خبرونه
په بدخشان كې به ډېر ژر څلور روغتونونه گټې اخيستنې ته وړاندې شي
د عامې روغتيا وزارت وايي:
په دغو روغتيايى مركزونو كې به د خلكو ټولې روغتيايى غوښتنې بشپړې شي.
د بدخشان ولايت سيمه ييزو چارواكو ولسواليو ته د دغه وزارت له چارواكو څخه د پاملرنې غوښتنه وكړه.
بدخشان ولايت ته په خپل سفر كې د عامې روغتيا وزيرې د چارشنبې په ورځ( د كب ۲) د دغه ولايت د عامې روغتيا رياست اداري ودانۍ، چې د آلمان هېواد د ۴۹۰ زره دالرو پر لگښت جوړه شوې پرانسته وكړه.
د عامې روغتيا وزيره ثريا دليل وايي:
د دغه رياست د اداري ودانۍ په جوړيدو د عامې روغتيا د رياست يو شمېر ستونزې حل شوې.
دغه راز نوموړې د څلور نورو روغتونونو له جوړولو هم خبر وركړ، چې ۱۴ ميليون دالر لگښت پرې راځي.
هغه وايي:
په دغه ولايت كې روږدو ته يو ۲۰ بستريز روغتون هم خپل كار پيل كړ.
د بدخشان والي شاه ولي الله اديب عامې روغتيا وزيرې ته د ډېرو نورو روغتيايى خدمتونو پر وړاندې كولو ټينگار وكړ او زياتوي، چې:
په تېرې يوې لسيزې كې د روغتيايى مركزونو شمېر له ۱۱ څخه ۱۱۰ ته لوړ شوى او ۵۰ په سلو كې خلك روغتيايى خدمتونو ته لاسرسى لري.
بدخشان ته په خپل سفر كې د عامې روغتيا وزيرې د قابله گۍ ښوونځي ۲۱ تنو فارغانو ته هم بريليكونه ووېشل.