سیمه ییز خبرونه

په بدخشان كې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې ووېشل شوې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

بدخشان، چې پخوا په سيمه كې د وريښمو سوداگريزه لار وه اوس يې ډېري اوسيدونكي په كرنه او مالدارۍ بوخت دي. دا، چې  د هېواد د لوړو غرونو په منځ كې پروت ولايت دى؛ نو له دې كبله يې په ژمي كې د ډېرو ولسواليو لارې  لږ تر لږه لس مياشتې بندې وي.

په دې ولايت كې هركال طبيعي پېښې له لس گونه خلكو وژند اخلي او زرگونه كسان د خوراكي توكو او درملو له ستونزو سره مخ كوي.

بيات بنياد يوازنى كورنى بنسټ دى، چې په دې ولايت كې له بېوزلو كورنيو سره مرستې كوي.

په بدخشان كې د بيات بنياد ژمنۍ مرستې د دغه بنياد د مرستيال حاجي محمد اسماعيل او دغه ولايت د يو شمېر محلي چارواكو په حضور كې پر سلگونه بېوزله او زيانمنو كسانو ووېشل شوې.

د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وايي:

د دغو مرستو له وېش څخه مو اساسي موخه په هېواد كې له اړو خلكو سره مرسته او د مرستې د  فرهنگ دودول دي.

د بدخشان والي شاه ولي الله اديب د بيات بنياد مرستې انساني خير ښيگڼه بولي او په دغه ولايت كې د بيات بنياد دوامدارې مرستې  يې وستايلې.

هغه بېوزلې كورنۍ، چې په ساړه ژمي كې له گڼو ستونزو سره مخ وې د بيات بنياد مرستې اغېزمنې او په څلورم ځل د بيات بنياد د مرستو ليږل ستايي.

دوى له دولت او نورو مرستندويه بنسټونو څخه غواړي، چې د ستونزو حل ته يې پاملرنه وكړي.

د بيات بنياد چارواكي وايي:

په پام كې ده، چې په راتلونكې كې هم د بيارغونې پروژې عملي كړي.

بيات بنياد يواځينى خصوصي خيريه بنسټ دى، چې هركال د ژمي په موسم كې زرگونه ټنه خوراكي توكي او البسه د هېواد ليرې پرتو ولايتونو ته د وېشلو په موخه استوي.

دغه بنياد پر بيړنيو مرستو سربېره په مركز او ولايتونو كې د روغتونو، ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو، تكيه خانو او وړكتونو د جوړولو لسگونه  پروژې تطبيق كړي، چې زرگونه كسانو ترې په مستقيم او غير مستقيم ډول استفاده كړې ده.

د يادونې وړ ده، چې بيات بنياد د څلورم ځل لپاره خپلې مرستې دغه ولايت ته  استولي او په ليرې پرتو سيمو كې يې پر اړو خلكو  وېشلې دي.

Trending

Exit mobile version