تازه خبرونه

په بدخشان كې څه نا څه شل کورونه تر واوره لاندې شوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په بدخشان كې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې رييس همايون دهقان وايي، چې دا پېښه وړم ماښام په شپږ بجو د يمگان ولسوالۍ په خاش دره اوكلف زار سيمو كې رامنځته شوې ده.

هغه زیاتوي؛ په دې پېښه كې ديارلس تنه تر واوره لاندې شوي، چې خلكو اووه ژوندي ژغورلي او شپږ نور اوس هم تر واوره او خاوره لاندې دي.

د نوموړي په وینا؛ د امنيت د نشتوالي له کبله محلي چارواكي نه دي توانيدلي، چې د دغو خلكو مرستې ته ورشي، خو له مركز څخه يې د چورلکو غوښتنه كړې ده .

Trending

Exit mobile version