تازه خبرونه
په بدخشان کې د مارکوپولو هوسۍ نسل مخ پر کمېدو دی
د یوې سروې پر بنسټ د بدخشان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو ویلي، چې د هېواد په دوهییم ملي پارک کې د مارکوپولو هوسۍ شمېر د کمېدو له ګواښ سره مخ کړی دی.
د بدخشان د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس امان الله حسن وايي، د مارکوپولو هوسۍ او څارویو د ژوندي وضعیت پېژندنه او سروې د ملي پارک ریاست، د چاپېریال او ځنګلي ژویو د ساتنې انسټیټیوټ له خوا د واخان په پامیر کلا سیمه کې ترسره شوې ده.
د امان الله حسن د څرګندونو له مخې؛ د دغو حیواناتو د وضعیت معلومولو لپاره یې د کندوز په غاربن درو، نخشیر شیت، منجلق، جلمشېر، علیسو، دیده سپون، جن علي، مورستان او د بدخشان واخان ولسوالۍ په لوی پامیر شکارګاه کې یوه سروې کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې د دوی د سروې ډلې د کتنو پر بنسټ د مارکوپولو هوسۍ او ایبکس ibex له شل رمو څخه د سمندر له سطحې څخه د ۴۰۰۰ مټرو په لوړوالي کې د دوی موندنې ښیي، چې د نفوسو د تاکم او چاپېریالي شرایطو له مخې په ۲۰۲۱ کې د WCS بنسټ لخوا د ورکړ شوې احصائې پر پرتله د دې نادر حیوان نسل کم شوی دی.
مارکوپولو هوسۍ یو له هغو نادرو څارویو څخه ده، چې د بدخشان د واخان ولسوالۍ په پامیر کې یې شتون د بهرنیو سیلانیانو د جلبولو اصلي لامل دی او دا څاروی د افغانستان، تاجکستان او چین په سرحدي سیمو کې ګرځنده څري.
تازه خبرونه
په درواز کې یوه ښځه د«مخربو او فرصتطلبو کسانو» پر ډزو وژل شوې
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه وزارت د اګست پر دیارلسمه ماښام د تاجکستان د بدخشان د خودمختار ولایت د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې له وژل کېدا پر خواشینۍ خبر شوی دی.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان د درواز په اړوند سیمه کې د یوې ښځې پر وژل کېدا خواشیني څرګنده کړې او څرګندوي، چې دغه پېښه د افغانستان او تاجکستان ترمنځ له سرحدي سیمې څخه د «مخربو او فرصتطلبو کسانو» د ډزو له کبله رامنځته شوې ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دغه وزارت د اګست پر دیارلسمه ماښام د تاجکستان د بدخشان د خودمختار ولایت د درواز ولسوالۍ د دشتک کلي د یوې ښځې له وژل کېدا پر خواشینۍ خبر شوی دی.
بلخي د بهرنیو چارو وزارت له لوري د قربانۍ کورنۍ او د تاجکستان خلکو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.
هغه زیاته کړې، په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې ځینې«مخرب او فرصتطلب کسان» د افغانستان د بدخشان ولایت په ځینو برخو کې د ګډوډۍ رامنځته کولو هڅه کوي، چې دا کار د سیمې پر امنیت او ثبات او د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د باور پر فضا منفي اغېز کولی شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کړی، چې اسلامي امارت د امنیت، ثبات، ښه ګاونډیتوب او د هېوادونو د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوي ته ژمن دی او هیچاته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان له خاورې د ګډوډۍ او امنیت د خرابولو لپاره کار واخلي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د تاجکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد د هوايي حریم د نقض او په درواز سیمه کې د یوې ښځې د وژل کېدا له ادعا وروسته افغان چارواکو ته اعتراضي یادښت استولی دی.
تاجکستانۍ رسنۍ«آسیا-پلاس» راپور ورکړی، چې دوشنبې له افغانستان څخه غوښتي، چې د تاجکستان د دولتي پولو خوندیتوب ته درناوی وکړي او د ورته پېښو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
تازه خبرونه
د زمري د څلیریشتمې نمانځنه؛ د اسلامي امارت چارواکو پر نظام، یووالي او د افغانستان پر ځانبساینې ټینګار وکړ
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ویلي، د اسلامي امارت واک ته له بېرته راتګ مخکې افغانستان «د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد» بلل کېده؛ خو اوس« د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد» دی.
د اسلامي امارت چارواکو د کابل د لویې جرګې په تالار کې واک ته د بېرته راتګ د پېنځمې کلیزې په مراسمو کې د نظام پر ساتنه، د ملي یووالي پر پیاوړتیا، اقتصادي پراختیا او له سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ.
د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب ویلي، د اسلامي امارت واک ته له بېرته راتګ مخکې افغانستان «د نړۍ تر ټولو ناامنه هېواد» بلل کېده؛ خو اوس« د نړۍ تر ټولو خوندي هېواد» دی.
د ریاستالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، د اسلامي امارت د اقداماتو له کبله په هېواد کې اداري فساد له منځه تللی دی.
هغه زیاته کړې، که د قوشتېپې کانال چارې په سمه توګه بشپړې شي؛ افغانستان کولای شي د خوړو په برخه کې پر ځانبسیا شي او ان نورو هېوادونو ته صادرات ولري.
حنفي همداراز په ټول افغانستان کې د برښنا او ګازو د پروژو او د اوسپنېپټلۍ د شبکې پر پراختیا ټینګار وکړ.
هغه ویلي، اسلامي امارت له ګاونډ، سیمهییزو او د نړۍ له هېوادونو سره د نهلاسوهنې، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د ښو اړیکو غوښتونکی دی او هیچاته به اجازه ورنهکړي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو د امنیت پر ضد کار واخلي.
د ریاستالوزرا د مشر ملا محمد حسن آخوند په لوستل شوي پیغام کې له خلکو غوښتنه وشوه، چې له اسلامي نظام څخه دفاع وکړي او په امنیتي او پراختیايي برخو کې له حکومت سره همکاري وکړي، چې اوسنی وضعیت ټینګ شي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري ویلي، په تېرو ۲۰ کلونو کې بهرنیو هېوادونو د افغانستان پر سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي چارو پراخ اغېز درلود. هغه ویلي، د اسلامي امارت له واک ته رسېدو سره هویتي واټنونه کم شوي او ملي یووالی پیاوړی شوی دی.
نظري زیاته کړې، له بندیزونو سره – سره افغانستان په اقتصادي برخه کې پرمختګ کړی او د کورنیو پانګونو لپاره رڼه زمینه برابره شوې ده.
بلخوا، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، افغانان« د پردیو نظریې او اشغال» نه مني او له هغو هېوادونو یې وغوښتل، چې له اسلامي امارت سره تعامل نهلري؛ د افغانستان په اړه خپله تګلاره له سره وارزوي.
متقي د اقتصاد، صنعت او ټکنالوژۍ په برخو کې د افغانستان پر ځانبساینې ټینګار وکړ او څرګندوي، چې هېواد باید له نورو سره له تړاو څخه ځان خلاص کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شېر احمد حقاني هم ویلي، چې« شریعت» د «منحوسې ډیموکراسۍ» ځای نیولی او اسلامي امارت د حکومت په جوړښت کې له هیڅ هېواد څخه لارښوونه نهده منلې.
هغه زیاته کړې، چې افغانستان د شریعت د واکمنۍ له کبله د نړۍ لهخوا پر رسمیت نهدی پېژندل شوی؛ خو اسلامي امارت به په دې برخه کې له خپل دریځه شاتګ ونهکړي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر نورالله نوري هم په افغانستان کې اوسنی یووالی«بېساری» وباله او پر ساتنې یې ټینګار وکړ.
تازه خبرونه
افغان ځواکونه به پر هره بیه له هېواد ساتنه کوي – د دفاع وزیر
مجاهد د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پېنځلسمې، چې د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت د نسکورېدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره برابره ده؛ د کلیزې پر مناسبت په یوه پیغام کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه به د خلکو د ژوند، شتمنیو او عزت د ساتنې لپاره له خپلې ټولې وړتیا کار واخلي.
د افغانستان دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد ویلي؛ د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړ چمتو دي، چې د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا، خپلواکۍ او اسلامي نظام ساتنه وکړي.
مجاهد د ۲۰۲۱ز.کال د اګست پېنځلسمې، چې د امریکا تر ملاتړ لاندې حکومت د نسکورېدو او د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره برابره ده؛ د کلیزې پر مناسبت په یوه پیغام کې هېوادوالو ته ډاډ ورکړی، چې امنیتي ځواکونه به د خلکو د ژوند، شتمنیو او عزت د ساتنې لپاره له خپلې ټولې وړتیا کار واخلي.
هغه ویلي:« مونږ ملت ته ډاډ ورکوو، چې پخپلې ټولې وړتیا او ځواک به له هېواد، خلکو، د هغوی له شتمنیو او عزت، همدارنګه له اسلامي نظام څخه ساتنه کوو.»
مجاهد همداراز خبرداری ورکړی؛ هیچاته به اجازه ورنهکړ شي، چې په ټول افغانستان کې امنیت ګډوډ کړي.
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
سیمه ییز خبرونه3 days agoپر بېړیو تازه بریدونه؛ د ایران او امریکا خبرې بیا له خنډ سره مخ شوې
-
تازه خبرونه3 days agoپه بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه3 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه2 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی2 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
نړۍ4 days agoد کولمبیا په لويدیځ کې د زورورې زلزلې له کبله ۱۱۱ کسان وژل شوي
-
څار4 days agoڅار: د پېنځمې کلیزې لپاره د اسلامي امارت چمتووالی

