سیمه ییز خبرونه

په بدخشان کې د ناامنیو د مخنیوي لپاره نوې فرقه جوړه شوه

Published

on

د بدخشان ځايي چارواکو ويلي؛ د ناامنیو د قابو کولو لپاره په دې ولایت ګې د ملي پوځ یوه نوې فرقه، چې پوره تجهیزات لري جوړه شوې ده.

د بدخشان ځايي چارواکي وايي؛ هیچا ته به اجازه ور نکړ شي، چې د بدخشان د خلکو امنیت ګډوډ کړي.

نوموړي زیاته کړې؛ د دې ولایت د پولیسو او امنیتي ځواکونو پر مسلکي کولو سربېره یې د بدخشان د امنیت ښه والي په موخه د ملي پوځ یوه فرقه جوړه کړې، چې چمتو دي د دې ولایت په هره برخه کې به د نظام مخالفین وځپي.

د بدخشان والي مرستیال مولوي نثار احمد احمدي په دغه ولایت کې له داعش او مقاومت جبهې پورې د اړوند ډلو وسلوالې هڅې مني؛ خو وايي، هیچا ته به اجازه ور نکړ شي، چې د بدخشان امنیت ګډوډ کړي.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ مشر معزالدین احمدي د ناامنیو د رامنځته کېدو په اړه وایي: که داعش دی او که د مقاومت جبهه او یا هر څه، چې ځان نوموي له نظام سره دې خپلې ستونزې او ادعاوې شریکې کړي؛ خلکو ته دې قناعت ورکړي که قانع نشول بیادې وسلې ته لاس کړي.  

د بدخشان اوسیدونکی محب الله سادات وايي، د اسلامي امارت له واکمن کېدو سره یې امنیت ټینګ شوی او د وژنو، غلاوو او نورو جنايي پېښو کچه په دې ولایت کې یو څه راټېټه شوې ده.

د سیمې یو بل اوسیدونکی عبدالباعث حکیمي د بدخشان له ځاي مسوولینو غواړي، چې د امنیت په برخه کې خپلې هڅې نورې هم ډېرې کړي.

دوی وایي، چې اوس څه ناڅه آرام دي؛  نور نه غواړي په دې ولایت کې د جګړو او نا آرامیو شاهدان واوسي.

د بدخشان د ځايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د دې ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د تازه نښتو په ترڅ کې د مقاومت جبهې اته غړي وژل شوي او یو تن نیول شوی دی.

Trending

Exit mobile version