تازه خبرونه

په بدخشان کې زلزلې له ۷۰ ډېر کورونه ویجاړ کړي

Published

on

Last Updated on: سلواغه ۳۰, ۱۴۰۱

د تېرې پنجشنبې پر شپه ( د سلواغې ۲۷)  په بدخشان ولایت کې د زلزلې له کبله د مرکز فیض آباد او ځینو ولسوالیو له ۷۰ ډېر د استوګنې کورونه ویجاړ شوي دي.

د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست مسوولينو ويلي، چې له دې پېښې چاته ځاني زيان ندى اوښتى او په مرکز او څو ولسواليو کې د استوګنې کورونه ويجاړ شوي دي.

د بدخشان ولايت له طبيعي پيښو سره دمبارزې رييس محمد حسن اکبري وايي؛ په دغه ولايت او ځينو ولسواليو کې د تېرې پنجشنبې پر شپه د زلزلې له امله له ۷۶ ډېر د استوګنې کورونه، چې ۱۰۰ ته رسیږي زیانمن شوي دي. ، چې په دې پېښه کې چاته مرګ و ژوبله نده اوښتې.

هغه زیاته کړې

د بدخشان اوسیدونکي وايي، چې دغه زلزله له پرله پسې بارانونو وروسته رامنځته شوې ده. دوی وايي چې اوس ډير خلک خپلو کورنو ته له وېرې نه ستنیږي؛ ځکه، چې کورونه یې په زلزله کې زیانمن شوي دي.

دوی له حکومته د مرستې غوښتنه کوي.

د بدخشان اوسیدونکی فرهاد وايي: په ولسوالیو کې له دې زلزلې نږدې سل کورونه ویجاړ شوي او خلک یې د ژمي پر مهال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بدخشان يو بل اوسیدونکي عنايت ويلي: د دې زلزلې له کبله زياتره کورنۍ په بد حالت کې دي.

د بدخشان د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې مسوولين وايي، په تېره يوه اوونۍ کې د واورې ښويېدنې او د کورونو د چت د پریوتو له کبله له لس ډېر کسانو ته مرګ و ژوله اوښتې او د ځينو ولسواليو لارې اوس هم تړلې دي.

بدخشان د هېواد په شمال ختیځ کې یو له غرنیو ولایتونو څخه دی، چې خلک یې د طبیعي پيښو له کبله قرباني ورکوي.

Trending

Exit mobile version