تازه خبرونه

په بدخشان کې ماین چاودنې د ولایتي شورا د غړې په ګډون ۶ کسان ټپیان کړي

Published

on

د بدخشان سیمه ییزو چارواکو منلې، چې د فیض آباد ښار د ۵ امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د موټرسایکل چاودېدونکيو توکو چاودنه کړې، چې د ولایتي شورا د غړې عالمیار په ګډون شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د بدخشان والي ویاند نیک محمد نظري ویلي، چې چاودنه نن غرمه د فیض آباد ښار د کوچه حمام روشن په اړوند سیمه کې ولایتي شورا ته نږدې پر یو ملکي موټر د نښلیدونکي ماین له چاودنې رامنځته شوې ده.

د پېښې لیدونکي وايي، چې په چاودنه کې درې کسان ټپیان شوي دي.

ویل کیږي، چې چاودیدونکي توکي په موټر سایکل ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وه، چې د میرمن عالمیار د موټر د ېریدو په وخت کې وچاودیدل.

تر دې دمه د پېښې مسوولیت هیچا ندی منلی.

Trending

Exit mobile version