نړۍ

په بغداد کې د سویدن پر سفارت د قرآن سوځولو له کبله برید وشو

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۹, ۱۴۰۲)

د پنجشنبې پر ورځ په بغداد کې سلګونه لاریونکوونکیو د سویدن پر سفارت برید وکړ او په سویدن کې یې د قرآن کریم د سوځولو له کبله اړوند دیوالونه ونړول او ودانۍ ته یې اور واچاوه.

د سویدن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلستروم څرګنده کړی، چې په دې برید کې د سفارت کارکوونکيو ته کوم زیان نه‌دی رسېدلی؛ خو عراقي چارواکي د ویانا له کنوانسیون سره سم د سفارت په ساتنه کې پاتې راغلي دي.

نوموړي په ډاګه کړې؛ هغه څه، چې پېښ شوي په بشپړه توګه د منلو وړ نه‌دي او حکومت دا بریدونه په کلکه غندي. حکومت زمونږ د خفګان څرګندولو لپاره د لوړ پوړیو عراقي استازیو سره په اړیکه کې دی.

د پنجشنبې پر ورځ لاریون د شیعه عالم مقتدا الصدر د پلویانو لخوا په سویدن کې د دوه یم پلان شوي قرآن سوځولو په اړه د اعتراض لپاره بلل شوی و او د شپې پر یوه نیمه بجه یې پر سفارت ورودانګل.

د فنلند خبري آژانس STT راپور ورکړی؛ د فنلند سفارت، چې د سویدن په څېر د ورته احاطې په برخه کې پروت دی هم تش شوی؛ خو کارکوونکي یې خوندي او زیانمن شوي نه‌دي.

د سویدن پولیسو د روان کال په لومړیو کې د امنیتي اندېښنو له کبله د قرآن کریم د سوځولو په اړه د اعتراضونو څو غوښتنلیکونه رد کړل. محکمو وروسته د پولیسو پرېکړې لغوه کړې او څرګندوي، چې دا ډول کړنې د هېواد د بیان د آزادۍ د قانون له مخې خوندي دي.

د سویدن حکومت په روانه میاشت کې ویلي، چې په قانون کې د بدلون په اړه غور کوي او پولیسو ته به اجازه ورکړي، چې په عامه ځایونو کې د قرآن کریم د سوځولو مخه ونیسي.

په دې پروګرام کې له دوه کسانو څخه یو یې هغه دی، چې د جون په میاشت کې یې هم د قرآن کریم یوه نسخه سوځولې وه.

یوشمېر انځورونه ښیي، چې خلک د پنجشنبې پر ورځ د سهار یوه بجه د سویدن سفارت مخې ته راټول شول او شاوخوا یو ساعت وروسته یې د سفارت پر ودانۍ برید وکړ.

وروسته په ویدیوګانو کې وښودل شول، چې د سفارت له ودانۍ څخه لوګي پورته کیږي او مظاهره کوونکي یې پر چت ولاړ دي.

د عراق د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه غندلې او څرګندوي؛ د عراق حکومت امنیتي ځواکونو ته لارښوونه کړې، چې په دې اړه ژر تر ژره پلټنه وکړي، عاملین یې وپېژني او حساب ورسره وکړي.

رویترز د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د پنجشنبې پر سهار، امنیتي ځواکونه د سفارت دننه ځای پرځای شوي وه؛ خو له ودانۍ څخه لوګی پورته کیدل.

د یادونې ده، چې د چارشنبې پر ورځ د سویدن پولیسو په ستکهولم کې عراق سفارت ته څېرمه د قرآن کریم او عراقي رپي د سوځولو اجازه ورکړې وه.

Trending

Exit mobile version