سیمه ییز خبرونه
په بغلان كې د خلكو په وړاندې پر يوې پېنځلس كلنې انجلى ښكاره جنسي تېرى تر سره شو
په تېرو څو كلونو كې پر كم عمر لرونكيو نجونو جنسي تېري د بشري حقونو او ښاريانو د اندښنو وړ موضوع ده؛ خو له ټولو خطرناكه پېښه يې دا ځل په بغلان ولايت كې ترسره شوي ده، چې يو شمېر كسانو په بغلان ولايت كې پر يوې پېنځلس كلنې انجلى په ښكاره توگه په عام محضر كې جنسي تېرى وكړ.
د بغلان د ښځو چارو ريسه خديجه يقين وايي، چې د دغې پېښې پېنځه عاملين د پوليسو له خوا نيول شوي دي.
په همدې حال كې د بشري حقونو د دفاع بنسټونه له هرات ولايت څخه د يوې بلې نجلۍ د تښتولو او بغلان ته يې د ليږدولو خبر وركوي.
د بغلان د ښځو چارو ريسه خديجه يقين وايي، دغه نجلى په يوه تياره كوټه كې ساتل كيده، چې د پوليسو په همكارې خپلې كورنۍ ته وسپارل شوه .
د بغلان د ښځو چارو رياست په دغه ولايت كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي پېښې د اندېښنې وړ بولي او د دغو پېښو عاميلينو ته د سزا وركولو غوښتنه كوي.
