سیمه ییز خبرونه
په بغلان كې يو ۱۶ كلن هلك ۶ تنو د جنسي تېري په نيت وژلى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په بغلان ولايت كې شپږ تنو يو ۱۶ كلن هلك، چې د جنسي تېري نيت يې پرې درلود؛ وژلى او بيا يې په گندڅاه كې غورزولى دى.
دغه هلك الماس نوميده او د ښوونځي په لسم ټولگي كې يې زده كړې كولې.
د پلمخمري روغتون د بېړنيو پېښو د څانگې مشر داكتر محمد یوسف خیرخواه وايي:
د نوموړي د كورنۍ غړيو تر نيمې شپې له هغه خبر نه درلود؛ خو چا، چې پر ده د جنسي تېري نيت كړى د شپې له تيارې گټه اخيستل شوې او نوموړى ځوان يې وژلى دى.
د بغلان اميه قوماندان مل پاسوال امین الله امرخېل د دغه قتل په تور د يو تن له نيولو خبر وركوي؛ خو وايي، په جرم كې شريكو پېنځه نورو تېښته كړې ده.
په تېره يوه اوونۍ كې بغلان ولايت د ورته پېنځه پېښو شاهد و، چې دغو پېښو د سيمې اوسيدونكي اندېښنمن كړي دي.
