سوداگري
په بغلان ولایت کې ۱۴ کسانو د ډبرو سکرو د استخراج ۹ میاشتني جوازونه ترلاسه کړل
د کانونو او پترولیم وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې بغلان ولایت ته د خپل سفر پرمهال ۱۴ کسانو ته د ډبرو سکرو د استخراج ۹ میاشتني جوازونه ورکړل.
د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور ۱۴ کسانو ته په دې شرط د کانونو د استخراج جوازونه وېشلي، چې د دغه وزارت له پالیسۍ سره سم عمل وکړي. که داسې ونهکړي؛ نو د دوی جوازونه به لغوشي.
شهاب الدین دلاور وايي، د دغو کسانو جوازونه به پهدې شرط وغزول شي، چې په دې موده کې د ډبرو سکرو د استخراج معیارونه مراعت کړي.
د دې ولایت سیمهییز چارواکي هم وايي، چې هیچا ته به اجازه ورنهکړي، چې له اصولو خلاف کانونه استخراج کړي.
د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو د تصدۍ مشر امین الله احمدي وايي، په بغلان ولايت کې د ډبرو سکرو څه باندې څلور سوه کانونه شته، چې په ١٤ ځايونو کې د استخراج اجازه ورکړ شوې ده.
د کانونو او پترولیم وزیر تخار ولایت ته په خپل وروستي سفر کې د کانونو د څارنې او ساتنې او له کانونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره هم یوه څارونکې کمیته جوړه کړې ده.
چارواکو ویلي؛ د کانونو د استخراج جواز اخیستونکي اړ دي، چې د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په موخه له ټاکل شوي ځای څخه کانونه استخراج کړي.