Connect with us

سوداگري

 په بغلان ولایت کې ۱۴ کسانو د ډبرو سکرو د استخراج ۹ میاشتني جوازونه ترلاسه کړل

خپور شوی

د

د کانونو او پترولیم وزیر د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپلو سفرونو په لړ کې بغلان ولایت ته د خپل سفر پرمهال ۱۴ کسانو ته د ډبرو سکرو د استخراج ۹ میاشتني جوازونه ورکړل.

د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور ۱۴ کسانو ته په دې شرط د کانونو د استخراج جوازونه وېشلي، چې د دغه وزارت له پالیسۍ سره سم عمل وکړي. که داسې ونه‌کړي؛ نو د دوی جوازونه به لغوشي.

شهاب الدین دلاور وايي، د دغو کسانو جوازونه به په‌دې شرط وغزول شي، چې په دې موده کې د ډبرو سکرو د استخراج معیارونه مراعت کړي.

د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي هم وايي، چې هیچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې له اصولو خلاف کانونه استخراج کړي.

د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو د تصدۍ مشر امین الله احمدي وايي، په بغلان ولايت کې د ډبرو سکرو څه باندې څلور سوه کانونه شته، چې په ١٤ ځايونو کې د استخراج اجازه ورکړ شوې ده.

د کانونو او پترولیم وزیر تخار ولایت ته په خپل وروستي سفر کې د کانونو د څارنې او ساتنې او له کانونو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره هم یوه څارونکې کمیته جوړه کړې ده.

چارواکو ویلي؛ د کانونو د استخراج جواز اخیستونکي اړ دي، چې د کانونو د غیر قانوني استخراج د مخنیوي په موخه له ټاکل شوي ځای څخه کانونه استخراج کړي.

سوداگري

په پنجشېر کې دودیزه زروینځنه پیل شوه

د پنجشېر والي زیاته کړې؛ اوس‌مهال شاوخوا زر کسان پر دودیزه زروینځنه بوخت دي؛ خو د پرمختللو ماشینونو او وسایلو کارول تر هغه وخته اجازه نه‌لري، چې قانوني پړاوونه بشپړ او د کانونو او پټرولیم وزارت لارښوونې صادرې شي.

Published

on

 

د پنجشېر سیمه‌ییزو چارواکو ويلي، په دې ولایت کې د دودیزې زروینځنې بهیر پیل شوی او په لومړي پړاو کې شاوخوا زر کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د پنجشېر والي محمدآغا حکیم ویلي، دغه بهیر د اسلامي امارت د مشر د« ترحم» له مخې د ځايي اوسېدونکو د ملاتړ او د کاري فرصتونو د برابرولو پر نیت پیل شوی دی.

د پنجشېر والي زیاته کړې؛ اوس‌مهال شاوخوا زر کسان پر دودیزه زروینځنه بوخت دي؛ خو د پرمختللو ماشینونو او وسایلو کارول تر هغه وخته اجازه نه‌لري، چې قانوني پړاوونه بشپړ او د کانونو او پټرولیم وزارت لارښوونې صادرې شي.

دغه راز د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست ويلي؛ د زروینځنې قانوني کړنلاره توشیح شوې او دغه ریاست د کانونو او پټرولیم وزارت رسمي لارښوونې ته پر تمه دی، چې د ټاکل شویو معیارونو له مخې او د ځانګړو وسایلو پر کارولو د سرو زرو راایستنه پیل کړي.

د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکو هم له دې هڅې هرکلی کړی او څرګندوي، د دودیزې زروینځنې لپاره د کار زمینه برابرېدل کولی شي د کاري فرصتونو په رامنځته کولو او د کورنیو د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

له دې مخکې په پنجشېر کې د سرو زرو راایستل منع ول؛ خو اوس د دغه ولایت اوسېدونکو ته اجازه ورکړ شوې، چې په دودیزه توګه او پر لاس زروینځنه او د سرو زرو راایستنه وکړي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان او ایران سوداګریزې خونې د کندهار او خراسان رضوي د اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ

په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت او د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مشر سید سرور اماني هم ګډون درلود.

Published

on

 

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې مشر الحاج کمال‌الدین توحید ایران ته په خپل سفر کې د خراسان رضوي ولایت له اقتصادي مرستیال جمشیدي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د ایران او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر محمود سیادت او د کندهار د صنایعو او کانونو خونې مشر سید سرور اماني هم ګډون درلود.

د افغانستان او ایران د ګډې سوداګریزې خونې مشر په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو( کندهار او خراسان رضوي ولایتونو) ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی او د خراسان رضوي ولایت اقتصادي پلاوي ته یې کندهار ته د سفر بلنه ورکړې ده.

په دې ناسته کې د دواړو ولایتونو د اقتصادي، صنعتي او سوداګریزو فرصتونو ترڅنګ، د قیمتي ډبرو او کرنیزو محصولاتو د پروسس په برخو کې د ګډې پانګونې پر فرصتونو هم خبرې شوې دي.

Continue Reading

سوداگري

د دوحې بهیر کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته په ترمذ کې پیل شوه

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رییس سید محی‌الدین سادات پر مشرۍ د امارت د اړوند ادارو پلاوي، د یوناما، نړیوالو بنسټونو، د دوحې بهیر د غړیو هېوادونو، د کوربه هېواد ازبکستان استازو، د خصوصي سکټور استازو او څانګوالو ګډون کړی دی.

Published

on

 

نن( پنجشنبه د لړم څوارلسمه ) د ازبکستان په ترمذ ښار کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې او د خصوصي سکټور د ملاتړ کاري ډلو دوه ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورییس ضیا احمد تکل په ایکس‌پاڼه کې لیکلي؛ په دې ناسته کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو او نړیوالو کنفرانسونو رییس سید محی‌الدین سادات پر مشرۍ د امارت د اړوند ادارو پلاوي، د یوناما، نړیوالو بنسټونو، د دوحې بهیر د غړیو هېوادونو، د کوربه هېواد ازبکستان استازو، د خصوصي سکټور استازو او څانګوالو ګډون کړی دی.

تکل زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د معیارونو، تصدیق او صادراتو ته د چمتووالي، بدیل معیشت او ټولګډونه اقتصادي ودې په اړه بحث او خبرې کیږي.

ویل کیږي، چې د ناستې ګډونوال به د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، بازارونو ته پر لاسرسي او عملي همکاریو لارو چارو هم خپل اندونه وړاندې کړي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!