تازه خبرونه
په بغلان کې د راغورزیدلې چورلکې دوه پیلوتان مړه شوي
د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې د پنجشنبې پر ورځ په بغلان ولایت کې د یوې چورلکې د راغورزېدو په پایله کې دوه پیلوتان مړه شوي دي.
یادې سرچینې څرګنده کړې، چې تېره ورځ د مازیګر څلورنیمې بجې د بغلان ولایت د پلخمري د کپرک په اړوند سیمه کې د افغانستان د هوايي ځواک ام دي – ۵۳۰ ډوله پوځي چورلکه د تخنکي ستونزې له کبله راغورځیدلې، چې په کې سپاره دوه پیلوتان مړه شوي دي.
د دفاع وزارت د خبرپانې له مخې، د پېښې په اړه به څېړنې تر سره شي.
دې وزارت ویلي، چې د جمعې پر ورځ د دغو دوه پیلوتانو هر یو جګړن بسم الله او دوه یم بریدمن فیصل د جنازې او خاوروته د سپارلو مراسم تر سره شول.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د بغلان ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش وآریانا نیوز ته څرګنده کړې وه؛ دغه چورلکه د پنجشنبې پر ورځ له غرمې وروسته دوه بجې د وارداتي برښنا له یوې ستنې سره ولګېده، چې ورسره ۲۲۰ کیلو ولته برښنا پرې او بیا د پلخمري شمرق بند ته نږدې راوغورزیده.