تازه خبرونه
په بغلان کې د غوري سمنټو د درېیمې کارخونې چارې پرانیستل شوې
ملا برادر ویلي؛ صنعتي پرمختګ د هر هېواد لپاره بنسټیز اهمیت لري. هغه هېوادونه، چې صنعتي فابریکې لري؛ نه یوازې په کور دننه تولیدي ځواک پیاوړی کوي، بلکې د ملي اقتصاد په وده کې هم مهم رول لوبوي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان ولایت کې د غوري سمنټو د درېیمې کارخونې پرانیستل د سمنټو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې پر لور ستر ګام بللی دی.
ملا برادر ویلي؛ صنعتي پرمختګ د هر هېواد لپاره بنسټیز اهمیت لري. هغه هېوادونه، چې صنعتي فابریکې لري؛ نه یوازې په کور دننه تولیدي ځواک پیاوړی کوي، بلکې د ملي اقتصاد په وده کې هم مهم رول لوبوي.
هغه زیاته کړې؛ له دې کارخونې سره به کاري فرصتونه زیات او د سمنټو بیې په ثبات کې پاتې شي.
نوموړي زیاته کړې؛ پدې تولیدي کارخونې د ملي پراختیا شرکت له لوري ۸۶.۷ میلیون ډالر لګښت کېږي، چې له بشپړېدو سره به یې په ۲۴ ساعتونو کې د ۵ زره ټنو سمنټو د تولید زمینه برابره شي.
ویل کیږي، چې د دې کارخونې چارې به په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.