1393ټاكنې
په بغلان کې د لومړني دیني او فرهنگي مرکز د بنسټ ډبره کیښودل شوه
د رامین کورنۍ، چې په بغلان کې یې د لومړني دیني او فرهنگي مرکز د کار پرانسته وکړه وايي:
دا دیني او فرهنگي مرکز به د ولسي غونډو یو تالار، ستر کتابتون او یو جومات ولري.
محمد ذاکر” نوری” له بغلان ولایت څخه گزارش راکوي، چې د بغلان ولایت د پلخمري په فرحت غونډۍ کې د ارواښاد قاضي حبیب الله رامین دیني او فرهنگي مرکز د بنسټ ډبره د رامین کورنۍ له خوا د ۲۰۰ میلیون افغانیو پر لگښت کیښودل شوه.
په ولسي جرگه کي د بغلان د خلکو استازی عبیدالله رامین وایي:
د دې دیني او فرهنگي مرکز، چې د ولسي غونډو یو تالار، ستر کتابتون او یو جومات به ولري؛ د جوړولو کار به یې په راتلونکیو درې ورځو کې پیل شي.
د بغلان والي سلطان محمد عبادي او د بغلان پوهنتون رییس امان الدین ضیایي د دغسې یو پراخ مرکز شتون د دغه ولایت اوسیدونکیو ته اړین گڼي.
د سوداگرۍ خونې د نړیوالو اړیکو رییس آذرخش حافظي وایي:
په بغلان ولایت کې د یو پراخ میلمستون په نشتون کې دغه مرکز کولی شي کورنیو او بهرنیو لوړپوړیو میلمنو ته یو زړه راکښونکی ځای شي.
رامین کورنۍ د بغلان له خلکو سره ژمنه کړې، چې تر دوه کلونو د ارواښاد قاضي حبیب الله رامین دیني او فرهنگي مرکز د جوړولو کار تر سره کیږي او په بشپړه توگه به د هغو د گټې اخیستنې وړ گرزي.