سیمه ییز خبرونه
په بلخ او هرات كې د گازو زيرمې جوړيږي
د سوداگرۍ او صنايعو وزارت وايي:
په كابل كې د دوه زره ټنو په ظرفيت د نفتي توكو د زيرمو د جوړولو كاربشپړ شوى او په بلخ او هرات كې دوام لري.
ولسمشر حامد كرزي په خپل ۴۵ گڼه فرمان كې د سوداگرۍ وزارت ته دنده سپارلې وه، چې د نفتي توكو لپاره ستراتيژيكې زيرمې جوړې كړي.
د سوداگرۍ وزارت د نفتي توكو رييس فريدالله شېرزى وايي:
د هرات د تورغونډۍ په بندر كې مو د اوبلنو گازو لپاره د ستراتيژيكيو زيرمو جوړولو كار پيل كړى دى.
تورغونډۍ بندر افغانستان له تركمنستان سره نښلوي، چې هېواد ته د نفتي توكو د واردولو عمده بندردى.
ويل كيږي، چې هره ورځ له دې بندر څخه سلگونه لارۍ نفتي توكي افغانستان ته وارديږي؛ خو په دې بندركې اوس د نفتي توكو په ځانگړي توگه د گازو زيرمې نشته.
د ولسي جرگې غړى قدرت الله ذكي د سوداگرۍ وزارت دا اقدام ستايي او وايي:
كه حكومت په تېرو لس كلونو كې په بېلابېلو برخو كې ستراتيژيكې زيرمې جوړ كړې واى، اوس به په بازار كې د خپلسريو مخه تر ډېره نيول شوې واى.
كه څه هم د سوداگرۍ وزارت د بيو د څارنې او له خصوصي سكتور سره د سالم رقابت لپاره د جدي هڅو يادونه كوي، خو خلك د ژمي په را رسيدو د نفتي او خوراكي توكو د بيو د لوړوالي شاهد دي.