سیمه ییز خبرونه
په بلخ كې الماني ولسمشر د گډې همكارۍ ټينگار څرگند كړ
د المان ولسمشر افغانستان ته د خپل سفر په دوه يمه ورځ د بلخ ولايت ته ولاړ او په بلخ كې يې له الماني سرتېرو سره د كتنې تر څنگ د بلخ له والي عطا محمد نور سره هم خبرې اترې وكړې.
نوموړي له ۲۰۱۴ع كال وروسته هم د افغانستان او المان پرهمكارۍ ټينگار وكړ.
د المان ولسمشر، چې د يكشنبې په ورځ(د تلې ۲۴) افغانستان ته راغلى په كابل كې يې له افغان ولسمشر حامد كرزي سره په يوه گډ خبري كنفرانس كې څرگند شوى دى.
د المان ولسمشر او د بلخ والي عطا محمد نور له ناټو څخه افغان امنيتي ځواكونو ته دامنيتي مسووليتونو د ليږد بهيرپراختيا او له افغانستان څخه د نړيوالې ټولنې او په خاص ډول د المان هېواد د اوږد مهاله ملاتړ په اړه خبرې اترې كړې دي.
د المان ولسمشركرسټيان وولف ويلي، چې:
المان به له ۲۰۱۴ع كال وروسته هم د افغانستان ترڅنگ پاتې شي او له دې هېواد سره به مرسته وكړي.
نوموړي د مزارشريف د هوايي ډگرد بيا رغونې چارې هم وليدې، چې د المان له خوا د پنځوس ميليون ايرو پر لگښت تر سره كيږي.
بلخ ته د الماني ولسمشر د سفر بله موخه د دغه هېواد له سرتېرو ليدنه ده، چې ډېر يې د بلخ په ولايت كې مېشت دي.
المان په افغانستان كې شاوخوا پېنځه زره سرتېري لري، چې د پوليسو د روزنې په برخه كې د افغانستان له همكارو هېوادونو شمېرل كيږي.
په پام كې ده، چې الماني سرتېري به د نوي عيسوي كال له پيل څخه په تدريجي توگه وتل پيل كړي؛ خو له دې وړاندې د دغه هېواد پوځې چارواكو ويلي وه، چې له افغانستان څخه د الماني سرتېرو وتل د افغانستان له وضيعت سره تړاو لري.