سوداگري

په بلخ ولایت کې تولیدي شرکتونو ته ۲۰ کیلوواته برښناکوټ جوړ شو

Published

on

Last Updated on: تله ۶, ۱۴۰۱

په بلخ کې د برښنا ریاست چارواکو ويلي؛ د مزارشریف ښار صنعتي شرکتونو ته ۲۰ کیلووات وړتیا لرونکی برښناکوټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه برېښناکوټ د بلخ صنعتي شرکتونو ته ۲۴ ساعته برښنا برابروي.

پر دغه برښناکوټ څه باندې ۱۳ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، چې له فعالېدو سره یې د شاوخوا ۳۰ شرکتونو ستونزې اوارې شوې دي.

د بلخ برښنا شرکت رییس سردارمحمد ثاقب وایي: د برښنا د دې مزي له نصبېدو سره به ۲۵ صنعتي او تولیدي فابریکې، چې د بېلابېلو توکو پرتولید بوختې دي؛ برښنا ترلاسه کړي. دغه فابریکې به له ۲۰ زره سیستم سره ونښلول شي او برښنا به یې پرچاوي ونلري.

د بلخ والي د هېواد د ځان بسیاینې او اقتصادي ودې په برخه کې د صنعتي شرکتونو پر هڅو ټینګار څرګند کړ او سوداګریزو ته یې د سیمه ییزو اړیکو د پراختیا او پانګونې د آسانتیاوو د برابرولو ډاډ وړاندې کړ.

د بلخ والي قدرت الله ابوحمزه وایي: د اسلامي امارت مشران او چارواکي هڅه کوي، چې زمونږ هېواد او خلک  پر ځان بسیا شي. زمونږ هڅه باید دا وي، چې هېواد مو له فقر او بېوزلۍ راوباسو.

د بلخ یو شمېر صنعتکاران د حکومت له دې اقدام څخه خوښي څرګندوي او وايي، ۲۴ ساعته برښنا د دوی د تولید په ډېرولو کې ښه اغېز کولی شي.

صنعتکار مبشر متوکل ویلي: د پروژې له بشپړېدو وروسته؛ زه فکر کوم، چې فعال ماشینونه به په څلیریشت ساعتونو کې کار وکړي. په ځانګړي توګه په ژمي کې کله، چې زمونږ کار موسمي وي؛ نو زمونږ د کار وخت به دوه برابره شي.

صنعتکار میراحمد میزایي وایي: مونږ خوښ يوو، چې برښنا راغله. ٦ زره برښنا کار نه کاوه. برښنا شرکت باید د کارخونو له لرونکیو سره مرسته وکړي. مونږ يو بل مزی لرو، چې ٧٥ ملي دی؛ که ١٥٠ ملي شي؛ موږ به ډېر خوښ شو.  

دغه برښناکوټ داسې مهال پرانیستل کېږي، چې له دې مخکې به تولیدي شرکتونو تل د برښنا له کمښت او د بیې له لوړوالي سر ټکاوه.

Trending

Exit mobile version