تازه خبرونه

په بلخ ولایت کې د خټکيو او هندواڼو حاصلات ډېر شوي

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۲۷, ۱۴۰۱)

د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست ويلي، چې په دغه ولايت کې د خټکيو او هندواڼو حاصلات زيات شوي دي.

د بلخ ولایت کروندګر له څو میاشتو هڅو او هلو ځلو وروسته اوس د خپلو ستړیاوو پایله ترلاسه کوي.

د بلخ ولایت په سږني فصل کې هندواڼې او خټکي له مهمو کرنیزو محصولاتو څخه دي، چې د دغه ولایت کروندګر یې په راټولولو اخته شوي دي.

د بلخ ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست له خوا وړاندې شوي معلومات ښيي، چې د کرنيزو محصولاتو لکه هندواڼو او خټکيو په حاصلاتو کې زياتوالى راغلى دى.

د چارواكو د څرګندونو له مخې، په دې ولايت كې پر څه باندې لس زره هكتاره ځمكه خټكي او هندواڼې كرل شوي او له هر هكتار ځمکې به له ۲۰ تر ۲۵ ټنو پورې خټكي او هندواڼې ترلاسه شي.

د بلخ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارسمبالي مولوي ابو خالد ویلي؛ له هر هکتاره ځمکې څخه به له ۲۰ څخه تر ٢٥ ټنو پورې خټکي او هندواڼې ترلاسه شي.

د بلخ ولايت کروندګر دین محمد وايي؛ سره له دې، چې کروندګرو ډېرې ستونزې درلودې؛ خو حکومت د کيمياوي سرې د وېش په برخه کې له دوی سره همکاري نده کړې. که مرستې ورسره شوي وای، د ځمکو حاصلات به یې له دې هم ډېر وای.

د هندواڼو پلورونکی تمیم ویلي؛ د بلخ ولايت په بازارونو کې د خټکیو او هندواڼو په څېر کرنيز محصولات زيات شوي؛ خو د پلور بازار يې کمزوری دی.

ویل کیږي، چې له غنمو وروسته د دغه ولايت کروندګر تر ډېره خټکي او هندواڼې کري.

Trending

Exit mobile version