بلخ @ps

په بلخ ولایت کې له ۲۰۰ ډېرو زدکوونکیو ته د زدکړو زمینه برابره شوه

Published

on

(Last Updated On: تله ۱۲, ۱۴۰۱)

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې یوه ښوونکي د یوې خیریه موسسې په همکارۍ د جګړې له څه باندې دوه سوه اغېزمنو زدکوونکیو ته یو ښوونیز مرکز جوړ کړی.

د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې له جګړو څخه په یوه اغېزمن شوي کلي کې د دغه ښوونیز مرکز ښوونکی وايي، په دې سیمه کې زدکوونکي د جګړو له کبله له څو کلونو راپدیخوا ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شوي وه او  زدکړو ته یې لاسرسی نه درلود.

يو شمېر زدکووکي وايي؛ له رامنځته شوي فرصت څخه به د هغو درسونو د بشپړولو لپاره ګټه واخلو، چې ترې بې برخې پاتې وو.

د دغه مرکز زدکوونکی محمد فهیم وایي: د جنګونو له کبله مې څلور کاله له زدکړو پاتې شوم. اوس، چې جګړه بنده شوې؛ د تېرو درسونو د بشپړولو لپاره دې روزنیز مرکز ته راغلم. 

د سیمې د اوسېدونکیو د خبره څرګندونو له مخې، په څو وروستیو کلونو کې دا کلی د جګړې پر لومړۍ کرښه اوښتی و، چې له کبله یې د زدکړو په بهیر کې ځنډ رامنځته شو.

زدکوونکی ذبیح‌ الله څرګندوي: له شپږ کلونو له زدکړې بې برخې پاتې شوم. اوس دغه ښوونیز مرکز ته راغلی یم، چې خپلې زدکړې روانې وساتم او هیلې مې  رښتینې شي. 

دوی له دولت څخه هم غوښتنه کوي، چې د نورو زياتو ښوونيزو مرکزونو او کتابتونونو په جوړولو کې ورسره همکاري وکړي.

په دې ښوونیز مرکز کې د یوه خیریه بنسټ په مرسته د ریاضي، کمپیوتر او خطاطۍ ترڅنګ د انګریزي، پښتو او دري ژبو او همدارنګه د موبایل تیلیفونونو د رغونې لارښوونه او تدریس کېږي.

ربېع‌ الله نومی زدکوونکی وایي: دلته ښوونکي ډېر مهربانه دي. له حکومت غواړم، چې مونږ ته څوکۍ، قلم، بکسې او نور د اړتیاوړ څیزونو په برابرولو کې مرسته وکړي.

د دې بنسټ مسوول ويلي، دامهال شاوخوا دوه سوه زدکوونکي په بېلابېلو برخو او ټولګیو کې زدکړه کوي؛ خو زدکوونکیو ته د امکاناتو کموالي اندېښمن کړي یوو.

د ښوونیز مرکز مسوول محبوب افغانمل ویلي؛ مونږ دمګړۍ د ۱۰۰ کسانو لپاره امکانات او څوکۍ لرو. تاسې ولیدل، چې په هر ټولګي کې له ۵۰ ډېر زدکوونکي لرو، چې مجبوریوو دا غیرقانوني کار وکړو.   

د يادونې وړ ده، چې په بلخ ولايت کې یوازې د علمخېل سیمه د جګړو له کبله اغېزمنه شوې نده، بلکې د دغه ولايت په يو شمېر نورو ولسواليو کې هم د وروستیو څو کلونو جګړو له کبله ښوونځي تړل شوي دي.

Trending

Exit mobile version