تازه خبرونه
په بلخ ولایت کې یو ازبکستانی تبعه له یو افغان ساتونکي سره ووژل شول
امنیتي چارواکو په ډاګه کړې، چې په بلخ ولایت کې ناڅرګندو وسلوالو یو ازبک تبعه له یوه افغان ساتونکي سره وژلي دي.
د بلخ پولیسو ویلي؛ ېیښه هغه مهال رامنځته شوه، چې ناڅرګندو وسلوالو د دوی پر موتر ناڅاپه برید وکړ.
امنیتي ځواکونو تر دې دمه ازبک تبعه ندی پېژندلی؛ خو ویل کیږي، چې هغه د حیرتان – ازبکستان د ریل پټلۍ کارمند و.
پولیسو څرګنده کړې، چې برید نن سهار پنجشنبه د زمري ۳۰ / د اګست ۲۰ د بلخ ولایت د حیرتان په ښار کې رامنځته شوې ده.
دغه راز په یوه بله پېښه کې یو ځوان هغه مهال ووژل شو، چې له ځان سره لیږدوونکيو توکو یې چاودنه وکړه.
ځایی چارواکو ویلي؛ یو ځوان هغه مهال ووژل شو، چې د لیږدوونکې بکسې چاودیدونکي توکي يې وچاودیدل.
د دوی په وینا؛ دا پېښه نن سهار د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې رامنځته شوې ده.
تازه خبرونه
پاکستان بېاسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې د وتلو وروستۍ نېټه وټاکله
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلامآباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بېاسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونهلري؛ وبهنیول شي.
پاکستان بېاسناده افغان کډوالو ته د جولای تر لسمې پورې له دغه هېواده د وتلو وروستۍ نېټه ټاکلې او چارواکو ته یې سپارښتنه کړې، چې له دې نېټې وروسته په ټول هېواد کې د هغو افغانانو پر ضد پراخ عملیات پیل کړي، چې قانوني اسناد نهلري.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت ولایتي ادارو، د پولیسو مشرانو او د اسلامآباد ادارې ته لارښوونه کړې، چې دا پرېکړه عملي کړي. د جولای له لسمې وروسته به د بېاسناده افغانانو پر ضد عملیات پیل شي او هر هغه څوک، چې معتبر قانوني اسناد ونهلري؛ وبهنیول شي.
د جولای له یوولسمې څخه به ولایتي ادارې هره ورځ د کورنیو چارو وزارت ته راپورونه استوي، چې په کې به د موندل شویو بېاسناده افغانانو شمېر، د هغوی پر وړاندې ترسره شوي اقدامات او قانوني یا توقیفي وضعیت شامل وي.
د کورنیو چارو وزارت دا عملیات لومړیتوب بللی او د هېواد پر کچه یې په دې اړه د بېړنيو هڅو غوښتنه کړې ده.
دا پرېکړه په داسې وخت کې کیږي، چې د امنیتي اندېښنو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې ترینګلې دي.
پاکستاني چارواکي تل ادعا کوي، چې وسلهوالې ډلې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه تنظیموي؛ خو اسلامي امارت دا ادعاوې پرلهپسې رد کړې دي.
تازه خبرونه
یوناما پر افغانستان د پاکستاني پوځ په وروستيو هوايي بریدونو کې د ۷۷ کسانو مرګ او ژوبله تائید کړه
دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي(یوناما) د پاکستاني پوځي رژیم په وروستیو هوايي بریدونو کې د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو د ۲۸ ملکي وګړو وژنه او د ۴۹ نورو ټپي کېدل تائید کړي دي.
دې بنسټ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د دغو بریدونو په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم لیدل شوي دي.
د یوناما د څرګندونو له مخې، د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ په هوايي برید کې ۲۲ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۷ نور ټپیان دي. همدارنګه د پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په برید کې شپږ ملکي وګړي وژل شوي او د کونړ د مرورې ولسوالۍ په برید کې دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
یوناما په دې خبرپاڼه کې د ملکي وګړو پر خوندیتوب او د نړیوالو قوانینو پر درناوي ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، د پاکستاني پوځي رژیم په هوايي بریدونو کې ۳۶ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۶۳ نور ټپیان دي.
تازه خبرونه
په کابل کې د پاکستان شارژدافیر احضار شو؛ اسلامآباد ته د هوايي بریدونو په تړاو پرېکنده اعتراض وړاندې شو
د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او د افغانستان د هوايي حریم د نقض او د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د ملکي وګړو پر کورونو د بریدونو پهاړه ورته پرېکنده اعتراض وړاندې شوی دی.
د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د افغانستان د کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو په ځینو سیمو کې د ملکي وګړو پر استوګنیزو کورونو هوايي بریدونه کړي، چې د راپورونو له مخې په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۶ عام ولسي وګړي «شهیدان» او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي.
دغه بریدونه د اسلامي امارت لهخوا له نړیوالو اصولو، بشري قوانینو او ملي حاکمیت څخه ښکاره سرغړونه بلل شوې او پر سختو ټکو یې غندلي دي.
د اسلامي امارت د څرګندونو له مخې، پاکستان له دې وړاندې هم د ځینو امنیتي پېښو او چاودنو په تړاو افغانستان بېله معتبره شواهدو تورن کړی او دا ډول کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا ته زیان رسوي او د زور له لارې د ستونزو د حل تګلاره ناکامه بلل کېږي، چې د سیمهییز ثبات لپاره منفي پایلې لري.
-
International Sports2 days agoد مسي غوره ځلېدنه؛ ارجنټاین د بشپړې بریا پر خپلولو د ۲۰۲۶ نړیوال جام حذفي پړاو ته ورسېد
-
تازه خبرونه3 days agoد ریښتر پر کچه ۶.۱ درجې زلزلې د افغانستان ځینې سیمې ولړزولې
-
تازه خبرونه3 days agoافغانستان له ۴۷ کلونو وروسته د امنیت، یووالي او پرمختګ پړاو ته رسېدلی – شهاب الدین دلاور
-
تازه خبرونه2 days agoله ملګرو ملتونو سره په پراختیايي پروژو کې خپلې همکارۍ روانې ساتو – امیرخان متقي
-
څار3 days agoڅار: له اروپایي هېوادونو د افغان پناه غوښتونکو د ایستلو بهیر ته اندېښنې
-
سیمه ییز خبرونه2 days agoپه فارس خلیج کې د ایران او امریکا کړکېچ سخت شوی؛ متقابل بریدونه، نوې تورونه او د سولې د هوکړې د ماتېدا اندېښنې
-
تازه خبرونه1 day agoپه افغانستان کې د پاکستان د وروستيو هوايي بریدونو له کبله ملکي وګړو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
لوبی2 days agoافغانستان او ازبکستان په خوست کې دوستانه شلآوریزه لوبه کوي
