تازه خبرونه

په بلخ ولایت کې ۴۰ کسان بهبر ته د ناقانونه وتلو پر تور ونیول شول

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۵, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت څرګنده کړې، چې ۴۰ کسان يې په ناقانونه توګه له هېواده د وتلو په حال کې نيولي دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ټوېټ کړی، چې د دوشنبې پر ورځ د سلواغې پر ۴ ۴۰ هېوادوال په داسې حال کې ونیول شول، چې په ناقانونه توګه یې غوښتل د هوا له لارې بهر ته ووځي.

انعام الله سمنګاني زیاته کړې: يو شمېر يې له پوښتنو وروسته خوشي شوي؛ خو هغه میرمنې، چې وارثان يې حاضر شوي ندي اوس هم د ښځو په توقيف خونه کې ساتل کېږي.

په دې اړه نور جزئیات ورکړ شوي ندي.

ځینو سرچینو بي بي سي ته څرګنده کړې، چې اسلامي امارت په مزارشریف ښار کې له یوه کوره دوه ورځې مخې د ۱۶ ښځینه هڅاندو په ګډون لسګونه کسان نیولي دي.

سرچینې دا هم ویلي، چې دا کور د امريکايانو له لوري کرايه شوى و او په کې ښځينه فعالانې او هغه زيانمنونکي وګړي اوسېدل، چې ټاکل شوې وه له دې ځايه بهر ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو استازې ډیبرا لاینز د اسلامي امارت له کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي سراج الدین حقاني سره په لیدنه کې د هغو ښځو د نیول کېدو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې، چې د راپورونو له مخې تېره اوونۍ له خپلو کورونو نیول شوې دي.

Trending

Exit mobile version