بلخ @ps
په بلخ کې د داعش شپږ غړي ووژل شول
د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ چارواکو په دغه ولایت کې د داعش ډلې د شپږ غړیو له وژل کېدو او د دې ډلې له وسلهوالو سره د نښتې له پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
د بلخ د امنيه قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري ويلي، نښته تېره شپه( د وري څوارلسمه ) شاوخوا نهه بجې په نهرشاهي ولسوالۍ کې پيل او شاوخوا يو ساعت روانه وه.
محمد آصف وزیري زیاته کړې، چې دغه جګړه د داعش ډلې د شپږ غړیو پر وژل کېدو سره پای ته ورسېده او د اسلامي امارت ځواکونو ته ځاني زیان رسيدلی ندی.
داعش ډلې د دې نښتې او د خپلو غړیو د وژل کېدو په اړه څه ندي ویلي.
د بلخ ولایت امنیتي چارواکو له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د دغې ډلې پر ضد په بېلابېلو عملیاتو کې د داعش د یو شمېر غړیو له وژل کېدو خبر ورکړی و.
دا له تېرو دوه اوونیو راپدیخوا په بلخ ولایت کې د داعش پر ضد د اسلامي امارت درېیم عملیات دي. اسلامي امارت د وري پر شپږمه ویلي وه، چې په بلخ ولایت کې د دغې ډلې د دوهیم غړي په ګډون درې مهم غړي وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د نیمروز ولایت د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د دعش ډلې یو غړی وژل شوی او د یوې ښځې په ګډون دوه نور نور نیول شوي دي.