Connect with us

تازه خبرونه

په بلخ کې د وروستیو واورو له کبله څه باندې ۱۱ زره څاروي له منځه تللي

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د بلخ سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د تېرو څو ورځو واورې ورېدو له کبله ۱۱ زره ۴۱۸ څاروي له منځه تللي دي.

د بلخ رسنیز مرکز د یکشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه شمېر څاروي په شولګره، چاهۍ، کشنده، چهاربولک، چمتال، شورتېپې، چهار‌کنت، البرز، دهدادي، مارمل او کلدار ولسوالیو کې له منځ تللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د بېړنیو حالاتو کميټه هڅه کوي، چې د حیواناتو او انسانانو ژوند وژغوري او هغو ته یې خوراکي توکي رسولي دي.

د کندهار سیمه ییزو چارواکو هم ویلي، چې په دې ولایت کې له تېرو درې ورځو راپدیخوا له ۱۰۰۰ ډېر څاروي له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د پنجشنبې پر ورځ د اورښتونو پر مهال د څارویو د ساتنې لپاره پنځوس میلیون افغانۍ ځانګړې کړي دي.

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې له ترهګریزو ډلو د روسیې اندېښنه

Published

on

(Last Updated On: )

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل کې د نجونو کافي خونه او کتابتون پرانستل شو

Published

on

(Last Updated On: )

د نجونو یوې څلورکسیزې ډلې د چارشنبې پر ورځ د غبرګولي نهمه په کابل کې د نجونو او ښځو د مطالعې لپاره یوه کافي خونه او کتابتون جوړ کړی او له ښځو او نجونو غواړي، چې ګټه ترې پورته او خپله پوهنیزه کچه لوړه کړي.

د هغو ښځو لپاره، چې په دې مراسمو کې یې برخه اخیستې وه؛ دا یو ښه نوښت و، په ځانګړي توګه د هغو لپاره، چې د ښوونځي او پوهنتون زده‌کړې یې ځنډېدلي دي.

له څه نا څه درې کلونو راپدیخوا په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او ښځو د ښوونځيو او پوهنتونونو زده‌کړې ځنډېدلي او له ورتګه بې برخې پاتې دي.

د نجونو دې څلورکسیزې ډلې؛ نجونو او میرمنو ته نه یوازې د زده‌کړې لپاره کتابتون او قهوه خونه جوړ کړې، بلکې غواړي هغو میرمنو او نجونو ته، چې د علم  او پوهې د ترلاسه کولو په لټه کې دي هم د لوست زمینه برابره کړي.

د کافي خونې مسووله زهرا وایي: هغه نجونې او میرمنې، چې دلته د لوست او مطالعې لپاره راځي؛ یو شمېر نورې نجونې ورته کافي له خواږو توکو سره برابروي، چې ذهنې ستړیا یې راکمه شي.

داسې انګیرل کیږي، چې د ښځو او نجونو د ښوونیزو محدودیتونو له کبله د داسې چاپېریال رامنځته کول یوه اړتیا ګڼل کیږي.

په ټولیزه توګه غوښتنه دا ده، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو او ښځو پر مخ پرانیستل شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اروپايي ټولنې او  قطر استازو د افغانستان په اړه خبرې وکړې

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسون او د قطر بهرنیو چارو وزارت سفیر او ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب د افغانستان پر روان وضعیت بحث او خبرې وکړې.

د هغې خبرپاڼې له مخې، چې تېره ورځ د غبرګولي نهمه ناوخته د قطر بهرنيو چارو وزارت په ایکس پاڼه کې خپره کړې؛ راغلي، چې دغه ليدنه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شوې او دواړو چارواکو په کې د افغانستان پر روانو حالاتو او سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره د ګډو نړیوالو هڅو په اړه خبرې وکړې.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره شوې، چې قطر به په نږدې یوه میاشت کې د افغانستان په اړه د درېیمې غونډې کوربه وي.

په دې غونډه کې د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازي هم بلل شوي دي.

د افغانستان د چارسمبالي حکومت استازو د دوحې په دوه‌یمه ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له ټاکل کېدو سره د مخالفت له کبله ګډون ونکړ؛ خو په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره د اندونو پر وړاندې کولو غور روان دی.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!