تازه خبرونه

په بلخ کې د وروستیو واورو له کبله څه باندې ۱۱ زره څاروي له منځه تللي

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۳, ۱۴۰۲)

د بلخ سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې د تېرو څو ورځو واورې ورېدو له کبله ۱۱ زره ۴۱۸ څاروي له منځه تللي دي.

د بلخ رسنیز مرکز د یکشنبې پر ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې دغه شمېر څاروي په شولګره، چاهۍ، کشنده، چهاربولک، چمتال، شورتېپې، چهار‌کنت، البرز، دهدادي، مارمل او کلدار ولسوالیو کې له منځ تللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د بېړنیو حالاتو کميټه هڅه کوي، چې د حیواناتو او انسانانو ژوند وژغوري او هغو ته یې خوراکي توکي رسولي دي.

د کندهار سیمه ییزو چارواکو هم ویلي، چې په دې ولایت کې له تېرو درې ورځو راپدیخوا له ۱۰۰۰ ډېر څاروي له منځه تللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت د پنجشنبې پر ورځ د اورښتونو پر مهال د څارویو د ساتنې لپاره پنځوس میلیون افغانۍ ځانګړې کړي دي.

Trending

Exit mobile version