تازه خبرونه
په بلخ کې سیلابونو مالي زیانونه واړول
(Last Updated On: وری ۵, ۱۴۰۲)
د بلخ ولایت سیمه ییزو چارواکو څرګنده کړې؛ د دغه ولایت په زارع ولسوالۍ کې د سیلابونو له کبله د استوګنې شاوخوا ۳۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ځايي اوسیدونکیو ته ډېر مالي زیانونه اوښتي دي.
د بلخ امنيه قومندانۍ وياند محمد آصف وزيري ويلي، دغه سیلابونه د پنجشنبې پر ورځ (د وري درېیمه) د دغه ولايت په زارع ولسوالۍ کې راوتلي وه.
وزيري زیاته کړې، دغو کورونو ته څېرمه شاوخوا درې زره جريبه کرنيزه ځمکه سیلابونو لاندې کړې او د ځايي اوسیدونکیو سلګونه څاروي هم له منځه تللي دي.
محمد آصف وزیري د دغو سیلابونو له کبله د اوښتو ځاني زیان په اړه څه ندي ویلي.
د یادونې ده، چې د هېواد د هوا پېژندنې ادارې تېره ورځ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو وړاندویېنه کړې وه.