تازه خبرونه

په بلخ کې له کرونا څخه د رغېدلیو ناروغانو له وینې درمل جوړول پیل شول

Published

on

(Last Updated On: غبرګولى ۲۳, ۱۳۹۹)

په افغانستان کې د بلخ ډاکټرانو په لومړي ځل پر کرونا ویروس اخته ۶ ناروغانو ته د پلازما تطبیقول پيل کړل. 

له کوویدـ ۱۹ ناروغ د وینې د پلازما تطبیقول په نړۍ کې پر کرونا ویروس د اخته ناروغانو د درملنې یوه غوره لار پېژندل شوې او دا دی د افغانستان د روغتیا برخې هم ترې کار اخیستل پیل کړل.

د بلخ د عامې روغتیا رییس نظام الدین جلیلي څرګنده کړې؛ دا ازموینه تېره ورځ په بلخ کې د ابوعلي سینا روغتون پیل کړې او اوس د هغو ۶ ناروغانو روغتیایي وضعیت ښه شوی، چې مخکې ترې اندېښنه وه.

د عامې روغتیا وزارت ویلي؛ په تېرو څلیریشت ګړیو کې د کرونا ویروس ۶۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوي؛ شل ناروغان مړه او ۶۰۲ نور، چې روغ دي له روغتون رخصت شوي.

د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو ریاست سرپرست سعید الدین  جامي په ډاګه کړې، چې له دغو ۶۵۶ تازه مثبتو پېښو څخه په کابل کې ۳۲۶، په غزني کې ۷۳، په بلخ کې ۳۷، په کندهار کې۳۳، په نیمروز کې۲۰، په هرات کې ۱۹، په کونړ کې۱۹، په لغمان کې ۱۸، په فاریاب کې ۱۷، په پکتیا کې ۱۷، په ننګرهار کې ۱۶، په بادغیس کې ۱۳، په بغلان کې ۱۲، په سرپل کې ۱۰، په جوزجان کې ۸، په هلمند کې ۸، په سمنګان کې ۵ او په فراه کې هم ۵ کسان د دې ویروس ناروغان پېژندل شوي، چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۵۴۶ ته رسیدلی دی.

نوموړي ویلي، چې تر دې دمه په ټول هېواد کې ۴۴۶ کسان مړه شوي او ۳۹۲۸ رغیدلي دي.

Trending

Exit mobile version