تازه خبرونه
په بلغاریا کې د ۱۸ افغان مهاجرو مړي له يوې لارۍ راوویستل شول
د بلغاریا پولیسو د جمعې پر ورځ ویلي، چې پلازمېنې صوفیا ته نږدې یې په یوه لارۍ کې د یوه ماشوم په ګډون د ۱۸ افغان مهاجرو جسدونه موندلي دي.
د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ دغې لارۍ چارتراش لرګي او په پټو خونو کې افغان کډوال لېږدول، چې د دې هېواد لوکورسکو کلي ته څېرمه وموندل شوه.
د ملي تحقیقاتي خدماتو مشر بوریسلاو سارافوف خبریالانو ته ویلي، په لارۍ کې پر یو شمېر مهاجرو هوا بنده شوې او ساه یې ورکړې ده.
هغه خبریالانو ته ویلي؛ دغه کډوال له ګاونډ هېواد ترکیې څخه په ناقانونه توګه له پولې راتېر او دوه ورځې په ځنګله کې پټ ول، چې بیا د بلغاریا د سویل ختیځ یامبول ښار تر څېرمه په لارۍ کې ځای پر ځای شوي وه.
د روغتیا وزیر اسن مدژیدیف ویلي؛ د پېنځه ماشومانو په ګډون ۳۴ نور مهاجر د صوفیا روغتونونو ته لېږدول شوي، چې د ځینو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
نوموړي خبریالانو ته ویلي: په دې لارۍ کې بند کسان د اکسیجن له کمښت سره مخ شوي؛ یخ وهلي، لانده ول او له څو ورځو راپدیخوا یې څه ندي خوړلي.
د پولیسو یوه لوپوړي چارواکي اتاناس ایلکوف څرګنده کړې، له څلورو نیول شویو کسانو څخه یو یې د انساني قاچاق پر تور مخکې هم محکوم شوی و.
بلغاریا پر هغه لار پروت هېواد دی، چې له منځني ختیځ او افغانستان څخه اروپایي ټولنې ته یې مهاجر د ننوتلو لپاره کاروي.
ډېری یې په دې هېواد کې نه پاتې کیږي او د لویدیځې اروپا بډایه هېوادونو ته د تګ په لټه کې د قاچاقبرانو لخوا لېږدول کیږي.
په ۲۰۱۵ ز. کال کې درې بلغاریايي لارۍ چلوونکي د ۷۱ مهاجرو د وژلو پر تور ونیول شول، چې مړي یې د اتریش د لویې لارې تر څنګ موندل شوي وه.
د یادونې ده، چې په دسمبر کې اتریش او هالند د امنیتي او قانوني اندېښنو له کبله اروپایي اتحادیې ته له پاسپورت پرته شینګین زون ته د ننوتلو مخه ونیوله.
