تازه خبرونه

په بکس کې د یوې ښځې مړی؛ یوناني پولیسو یو افغان نیولی

۳۸ کلنه الیزابټ جین راس د سکاټلینډ د اېډینبرو ښار اوسېدونکې وه. نوموړې د جون میاشتې په وروستیو کې یونان ته د رضاکارانه فعالیتونو او له کډوالو او اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره تللې وه.

Published

on

یوناني چارواکو یو ۲۶ کلن افغان سوکوهونکی د یوې بریټانیایي ښځې د قتل پر تور نیولی، چې جسد یې د آتن ښار د یوې پرېښودل شوې ودانۍ دننه په یوه بکس کې موندل شوی دی.

۳۸ کلنه الیزابټ جین راس د سکاټلینډ د اېډینبرو ښار اوسېدونکې وه. نوموړې د جون میاشتې په وروستیو کې یونان ته د رضاکارانه فعالیتونو او له کډوالو او اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره تللې وه.

د کورنۍ او ملګرو له‌خوا یې د شکمنو پیغامونو له ترلاسه کېدا وروسته د هغې د ورکېدا راپور پولیسو ته ورکړ شو.

څېړونکي وایي، دغه پیغامونه ښايي د هغې له مړینې وروسته استول شوي وي، چې د پېښې کشف وځنډېږي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، نیول شوی افغان شریف احمدزی نومیږي، چې په ۲۰۱۶ز.کال کې د بې‌سرپرسته پناه غوښتونکي په توګه یونان ته تللی و. هغه وروسته له یوې امریکایۍ مرستندویې سره واده وکړ او دواړو په آتن کې د کډوالو د مرستې یو خیریه مرکز جوړ کړ. ویل کېږي، چې الیزابټ راس هم د همدې خیریه فعالیتونو له لارې له دوی سره آشنا شوې وه.

یوناني څارنوالانو احمدزی د قتل، غلا او د وسلو اړوند جرمونو پر تور تر عدلي تعقیب لاندې راوستی دی.

د څېړونکو د څرګندونو له مخې؛ د امنیتي کمرې انځورونه ښيي، چې هغه یو لوی بکس د آتن په کوڅو کې لېږداوه او وروسته یې د «کیپسلي» سیمې په یوه پرېښودل شوې ودانۍ کې پرېښود. د راس مړی د جولای پر اته‌لسمه هلته د یوه بې‌کوره کس له‌خوا وموندل شو.

پولیس وایي، احمدزي د راس له مړینې وروسته د هغې د بانکي کارتونو پر کارولو شاوخوا لس زره یورو هم ایستلي دي.

احمدزي منلې، چې مړی یې پټ کړی او د راس بانکي کارتونه یې کارولي؛ خو ادعا کوي، چې هغه یې نه ده وژلې. کله، چې اپارتمان ته ننوت، راس مخکې مړه شوې وه.

څېړونکو ویلي، د عدلي طب شواهد او د امنیتي کمرې انځورونه د هغه له څرګندونو سره سمون نه‌خوري. لومړنۍ موندنې ښيي، چې ښايي راس د ساه بندېدا له کبله مړه شوې وي؛ خو د وروستیو روغتیایي کتنو پایلې تر دې دمه اعلان شوې نه‌دي.

د پولیسو د څرګندونو له مخې، د احمدزي مېرمنې د هغه پر چلند له شکمنېدا وروسته پولیس خبر کړي او د څېړنو په پرمختګ کې یې مهم رول لوبولی دی.

یوناني چارواکي اوس هم د دې قتل د انګېزې په اړه څېړنې کوي.

د دوی ویلي، غلا یا شخصي شخړه د دې پېښې له مهمو احتمالي لاملونو څخه دي.

ویل کیږي، چې دې پېښې په یونان او انګلستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

Trending

Exit mobile version