تازه خبرونه

په بېلابېلو اداري څانګو کې سلګونه پېچلې پروسې ساده شوي – چارواکي

Published

on

Last Updated on: کب ۲۹, ۱۴۰۱

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې څرګنده کړې، چې په بېلابېلو ادارو کې ۳۰۴ پېچلې او وخت ضایع کوونکې پروسې ساده کړې دي.

نن (یکشنبه د کب اته ویشتمه ) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست، لوړو زده‌کړو وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ریاست ترمنځ د پروسو د ساده کولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ریاست مسوولین وايي، د دې پروسې په پلي کېدو سره به په ادارو کې د کاري بهیر د ښه والي او چټکتیا لامل شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس عبدالمنان عارف الله وایي: مونږ په ۱۱ میاشتو کې په یو شمېر وزارتونو کې ۳۰۴ پروسې ساده کړې دي.

د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي: موجوده ریاستونو ته زمونږ امر دا دی، چې په بشپړ ډول ساده پروسې پلي  او د خلکو ستونزې په ښه توګه حل کړي.

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ریيس دغه راز ويلي، چې د دې رياست په شپږ څانګو کې ١٣٩ کاري بهيرونه پلي شوي او د اداري اصلاحاتو رياست له مسوولينو يې وغوښتل، چې دغه پروسې د تدارکاتو په رياست کې هم عملي کړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ادارې لخوا د کاري پروسو د چارو روڼتیا داسې مهال ترسره کېږي، چې له دې وړاندې په یو شمېر ادارو کې به د اسنادو د پروسس موده میاشتې او اوونۍ وخت نیوه.

Trending

Exit mobile version