سوداگري
په تاشکند کې د افغانستان د تولیداتو او محصولاتو نندارتون پرانستل کیږي
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نندارتون به د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام پر ملاتړ تر جمعې پورې روان وي، چې موخه یې د افغانستان د تولیدي او صادراتي وړتیاوو پېژندنه ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې څرګنده کړې: ټاکل شوې، چې نن (چارشنبه د وري پېنځمه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د هېواد د تولیداتو او محصولاتو یو لوی نندارتون پرانیستل شي.
د یاد بنسټ د څرګندونو له مخې؛ دا نندارتون به د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام پر ملاتړ تر جمعې پورې روان وي، چې موخه یې د افغانستان د تولیدي او صادراتي وړتیاوو پېژندنه ده.
په دې نندارتون کې د افغان سوداګرو له خوا په بېلابېلو برخو کې له ۶۰ څخه ډېرې کړکۍ جوړې شوي، چې په کې غالۍ، وچې او تازه میوې، زعفران، جلغوزي، پنبه، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او نرم څښاک نندارې ته وړاندې کیږي.
د سوداګرۍ خونې چارواکو هیله څرګنده کړې؛ د دې نندارتون ترسره کېدا کولی شي د افغانستان او د سیمې هېوادونو په ځانګړي توګه د ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره زمینه رامنځته کړي.