سیمه ییز خبرونه

په تخاركې پر يوه درې كلن ماشوم جنسي تېرى شوى

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

پوليس وايي، چې:

په تخار ولايت كې يو سړي پر درې كلن ماشوم  جنسي تېرى كړى دى.

پوليسو په ډاگه كړې، چې:

تېرى كوونكى نيول شوى دى.

د ماشوم پلار له دولت غواړي، چې متجاوز ته سخته سزا وركړي.

‏پردرې كلن ماشوم د جنسي تېري دا غونى ځيږوونكې پېښه د تخار ولايت د خواجه غار ولسوالۍ په زرد كمركلي كې رامنځته شوې ده.

پر درې كلن ماشوم د يوه ځوان لخوا دا جنسي تېرى په داسې حال كې شوى، چې دغه ماشوم تراوسه سم په خبرو نه دى راغلى او په دې هم نه وي پوه، چې له ده سره د كوم هدف لپاره دا ناوړه عمل شوى دى.

د ماشوم روغتيايي حالت نازك ښودل شوى دى.

دغه ماشوم اوس د تالقانو په مركزي روغتون كې تر درملنه لاندې دى.

د ماشوم كورنۍ وايي، چې:

متجاوز يې د سيمه ييزو پوليسو په مرسته ملي پوليسو ته تسليم كړ، خو ملي پوليسو بېرته خوشې كړى.

د خواجه غار امينه كوماندان محمد صابر وايي، چې:

متجاوز له پوليسو تښتېدلى و، خو اوس بېرته پوليسو نيولى دى.

په تخار كې د ماشومانو د حقونو مدافع ټولنو دا پېښه په كلكه غندلې ده او وايي:

ترهغې، چې دغه ډول متجاوزين د مرگ تر پولې مجازات نه شي، د دغو پېښو مخنيوى ناشونى دى.

د افغانستان د بشري حقونو كميسيون پرماشومانو د جنسي تېري كچه په سلو كې ۲۰ لوړه ښودلې ده.

د يادونې وړ ده، چې د وروستيو څرگندونو له مخې په مزار شريف كې هم پريوې پېنځه كلنې نجلۍ جنسي تېرى شوى دى.

Trending

Exit mobile version