سیمه ییز خبرونه

په تخار كې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي كچه لوړه شوې ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د تخار ولايت د خبريالانو د شورا رئيس وايي، د خبريالانو له حقونو څخه د دولتي مسئولينو نا خبري، د خبريالۍ له معيارونو څخه د خبريالانو لږ معلومات او په هېواد كې موجوده قوانين د دغو ستونزو لامل دي.

په تخار كې د خبرېالانو شورا د يوې ناستې په ترڅ كې له دولتي چارواكو وغوښتل، چې په دغه ولايت كې د خبريالانو په وړاندې د تاوتريخوالي مخه ونيسي.

د تخار د خبريالانو د شورا رئيس سيد ياسين دهزاد وايي:

تېر كال په دې ولايت كې د خبريالانو د ډبولو او سپكاوي پنځه پېښې ثبت شوې وې، په داسې حال كې، چې په روان كال كې تراوسه د خبريالانو د ډبولو پنځه او د سپكاوي ۱۴ پېښې ثبت شوې دي.

نوموړى وايي، چې د دغو ټولو پېښوعاملين حكومتي مسئولين او په ځانگړې توگه امنيتي چارواكي دي.

په دې برخه كې ترټولو نوې پېښه د يوه ښوونځي د مدير له خوا د يوه خبريال ډبول دي.

په تخار كې د پوهنې مسئولينو د دې پېښې له امله بښنه غوښتې ده.

د تخار د خبريالانو د شورا رئيس د حكومتي سرچينو او خبريالانو ترمنځ د ستونزو رامنځ ته كېدو لامل د هېواد له قوانينو څخه ناخبري ده.

په تخار كې په ملي او نړېوالو رسنيو سربېره اوه انځوريزې او غږيزې او څوارلس چاپي رسنۍ فعاليت كوي.

Trending

Exit mobile version