سیمه ییز خبرونه

په تخار كې د كورنيو ستونزو پرلامل د وه ښځو ځانوژنه كړې

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د تخار د ښځو چارو رياست وايي، چې:

دې ښځو د كورني تا و تريخوالي او خاوند څخه د ليرې والي پر لامل ځان وژنه كړې او آمو سين وړي دي.

د تخارد ښځو چارو رپوټ وايي، چې:

په روان كال كې د جنسي تېري، له كوره د تېښتې ، جبري ودونو ، ځانوژنې او نورو په شمول ۶۸ پېښې ثبت شوې دي.

په دې رپوټ كې، چې د پنجشنبې په سهارخپورشو راغلي، چې د چنگاښ د مياشتې په دوه يمه نېټه د دوشنبې په سهار د تخار د ماندرې له كلي څخه ۲۱ كلنه شاكره، چې له واده يې يوازې ۳۹ ورځې تېرې شوې وې، له كوره بې دركه شوه.

رپوټ وايي، چې له ډېرو پلټنو وروسته څرگنده شوه، چې شاكرې د تالقان په سين كې ځان غورځولى او ځانوژنه يې كړې ده .

رپوټ وايي، چې د نوموړي جسد څلور ورځې وروسته د تالقان د سين په څنډه كې وموندل شو.

په دې رپوټ كې دې ته د ورته يوې بلې پېښې يادونه هم شوې ده .

رپوټ وايي:

فاطمه، چې ۲۲ كاله عمر يې درلود د كورني تاوتريخوالي او له خپل ميړه څخه د ليريوالي له لامله، چې ايران ته د كار لپاره تللى و د روان كال د غبرگولي په ۱۶ مه د دوشنبې په ماښام ځان د امو په سيند كې وغورځاوه او د تل لپاره يې له ژوند سره مخه ښه وكړه.

د تخار د ښځو چارو رييسه رزم ارا حواش د ښځو دا ډول ځانوژنه ناورين گڼي او وايي، چې:

د كورني تاوتريخوالي مخه بايد ونيول شي .

ميرمن حواش وايي:

د دې دوه پېښو په اړه يې لسگونه رپوټونه او رسمي مكتوبونه امنيتي او عدلي ادارو ته استولي چې په ډېرو هڅو له دې كورنيو څخه د يوې د كورني تاوتريخوالي عامل ونيول شي.

نوموړې  په دې ولايت كې د ښځو د ځان وژنې مهم لامل كورنى تاوتريخوالى  گڼي او وايي، چې:

د دا ډول ځان وژنو د راكمولو په موخه يې په تېرو اته كلونو كې د كورنيو د حقوقي مشورو په برخه كې له فعالو ادارو سره لازمې هڅې كړي، خو تراوسه هم د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي ويښوونكې پيښې كيږي.

هغه وايي:

د روان كال په تېرو شپږو مياشتو كې د تاوتريخوالي، جنسي تېري، ځانوژنې، په بدو كې وركولو او د ښځو د حقوقي عريضو او له هغو سره د ناوړه اخلافي چلند په شمول  ۶۸ پېښې ثبت شوي، چې ډېرو ته يې پاملرنه شوې ده.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version