سیمه ییز خبرونه
په تخار كې يو سړك جوړ او گټې اخيستنې ته چمتو شو
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
په تخار كې د پېنځه كيلومترو په اوږدوالي يو سړك جوړ او گټې اخيستنې ته چمتو شو. په دې پروژه دوه ميليون ډالرلگښت راغلى، چې د المان له خوا وركړشوى دى.
د دغه سړك د پرانيستې په مراسمو كې د تخار پرچارواكو سربېره په كابل كې د المان سفارت مرستيال هم برخه اخيستې وه.
د تخاروالي احمد فيصل بيگزاد وايي:
د دغه سړك په جوړيدو د هغو لسگونه كورنيو او زرگونه كسانو ستونزه حل شوه، چې د سفر په وخت كې له گڼو ستونزو سره مخ ول.
په كابل كې د المان سفارت مرستيال برند كيو بارت ، چې د دې پروژې مالي لگښت يې هېواد په غاړه اخيستى وايي:
آلمان به د افغانستان ترڅنگ پاتې شي او له ۲۰۱۴ز. كال وروسته به هم له دغه هېواد سره د امنيت او پرمختيا په برخه كې مرسته وكړي.
د يادونې وړده، چې المانيانو د آيساف په اډانه كې دلته ډېرې انكشافي او زيربنايي پروژې تطبيق كړې دي.
