سیمه ییز خبرونه
په تخار كې پر پنځه كلن ماشوم جنسي تېرى شوى
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
له جنسي تېري سره د مخ شوي ماشوم كورنۍ له پېښې دوه ورځې وروسته پوليسو ته خبر وركړى دى.
پوليس وايي، چې:
په جنسي تېري تورن سړى له سيمې تښتېدلى او دوى يې د نيولو هڅې پيل كړي دي.
د جنسي تېري د ښكارشوي ماشوم پلار و مور وايي، چې:
ماشوم مو د واده له مراسمو څخه يوه خپلوان له ځان سره كور ته بيولى او هلته يې پرې جنسي تېرى كړى دى.
دوى غوښتنه كوي، چې تورن سړي ته دې سخته سزا وركړ شي.
د تخار امنيه كوماندان عبدالخليل اسير وايي، چې:
د تورن سړي د نيولو هڅې روانې دي.
رپوټونه وايي، چې د افغانستان په شمالي ولايتونو كې پرماشومانو او نجونو د جنسي تېريو پېښې زياتې شوې دي.
په تېرو څو اوونيو كې له بلخ، سمنگانو او تخار ولايتونو څخه پر ماشومانو د جنسي تېريو څو رپوټونه خپاره شوي دي.