تازه خبرونه
په تخار کې ۱۰۰۰ ډېر کسان د نس ناستي پر ناروغۍ اخته دي
د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست نن یکشنبه د زمري پر ۱۶ څرګنده کړې؛ له تېرو درې ورځو راپدیخوا په تخار ولایت کې له زر ډېر کسان د نس ناستي پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ سیمې ته ګرځند روغتیايي ډلې استول شوي دي.
په تخار ولایت کې د موسمي ناروغیو پراخې خپرېدا جدي اندېښنې راپارولي دي.
یوازې په تېرو درې ورځو کې د تخار ولایت په دوه ولسوالیو کې ۱۳۰۰ کسان د نس ناستي یا اسهال پر ناروغۍ اخته شوي دي.
د دې ولایت د عامې روغتیا مشر عبدالقهار احمدي ويلي، چې د ناروغانو د ژر تر ژره درملنې لپاره یې هڅې کړي او سیمې ته یې ګرځند روغتیایي ډلې استولي دي.
د ځاني زیان د مخنیوي لپاره په تخار کې د ادا بنسټ همغږي کوونکی احسان الله تلاش هم د دغې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره کار پیل کړی دی.
د اشکمش ولسوالۍ اوسیدونکی محمد صفر وايي، چې د دغه ولایت په لریو پرتو سیمو کې روغتیايي مرکزونه نشته او له حکومته غوښتنه کوو، چې په دغو سیمو کې ګرځند روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
ویل کیږي، چې د حفظ الصحې نه مراعات، ګرمه هوا او د ناپاکو اوبو کارول د دې ناروغۍ د خپرېدو لاملونه بلل کېږي.
