سیمه ییز خبرونه
په تركيه يا سعودې عربستان كې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستو خبرې تودې شوې دي
افغانستان به د وسله والو طالبانو دفتر په تركيه يا سعودې عربستان كې له سره پرانيزي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې افغان حكومت چمتو دى تر څو د افغانستان په خاوره كې د وسله والو طالبانو لپاره د سولې د خبرو اترو د تر سره كولو زمينه برابره كړي، خو چرته که وسله وال طالبان حاضر نه شول نو د دوى لپاره به په تركيه يا سعودي عربستان كې دفتر پرانيزي.
په قطر كې د طالبانو د دفتر له تړل كېدو وروسته اوس مهال په نورو هېوادونو كې د طالبانو لپاره د دفتر د پرانيستو خبرې تودې شوې دي.
اوس مهال په داسې حال كې، چې وسله وال طالبان د دفتر د پرانيستو او له افغان حكومت سره خبرو ته نه دي چمتو، خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زى وايي:
افغان حكومت د سولې د شورا په مشورې چمتو دى تر څو په افغانستان يا په تركيه او سعودي عربستان كې د سولې د خبرو زمينه برابره كړې.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سولې خبرو ته د وسله والو مخالفينو د حاضرولو په برخه كې د پاكستان پر رول ټينګار كوي او زیاتوي، چې افغان ولسمشر به ډېر ژر پاكستان ته سفر وكړي تر څو پاكستان د افغانستان د سولې له بهير سره همكارۍ ته چمتو كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې افغان ولسمشر د اختر ورځي په وېنا كې يو ځل بيا له وسله والو طالبانو وغوښتل تر څو له افغان دولت سره په كابل كې د سولې خبرې اترې تر سره كړي.
