تازه خبرونه

په ترکیه کې د افغانستان سفارت د پاسپورټونو د وېش لړۍ پیل کړه

د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو او په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د پاسپورټ خدمات ځنډول شوي وه.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۲۵, ۱۴۰۴

په ترکیه کې د افغانستان سفارت اعلان کړی، چې له څلور کلن ځنډ وروسته یې افغانانو ته د پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیل کړې ده.

د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو او په کابل کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د پاسپورټ خدمات ځنډول شوي وه.

د روان کال په فبروري کې د افغانستان بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي اعلان وکړ، چې د اسلامي امارت ډیپلوماټان د انقرې د سفارت د قونسلي خدماتو د وړاندې کولو مسوولیت لري او د هېواد رسمي استازي دي.

دا بدلون له هغې وروسته رامنځته شو، چې سفارت اعلان کړه، چې د پخواني حکومت لخوا ټاکل شوي ټول ډیپلوماتان دې خپل ماموریتونه پای ته ورسوي.

 

Trending

Exit mobile version