تازه خبرونه

په ترکیه کې د کابل او اسلام‌آباد د سولې خبرې پرېکنده پړاو ته وردننه شوې

د یکشنبې تر سهاره پورې له نږدې ۱۵ ساعتونو بحثونو وروسته افغان پلاوي تېره شپه شاوخوا ۲ بجې پاکستاني لوري ته خپله وروستۍ مسوده وړاندې کړه.

Published

on

ډیپلوماټیکو سرچینو آریانا نیوز ته ویلي، چې په ترکیه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې روانې خبرې یوې پرېکنده پړاو ته دننه شوې او دواړو خواوو د سرحدي تاوتریخوالي د پای ته رسولو او ثبات رامنځته کولو لپاره د وړاندیز شوې هوکړې وروستۍ مسودې تبادله کړې دي.

د یکشنبې تر سهاره پورې له نږدې ۱۵ ساعتونو بحثونو وروسته افغان پلاوي تېره شپه شاوخوا ۲ بجې پاکستاني لوري ته خپله وروستۍ مسوده وړاندې کړه.

سرچینو ویلي، چې دا سند د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او هوايي حریم ته د درناوي لپاره د پاکستان پر ژمنې ټینګار کوي. په داسې حال کې، چې د هر هېواد یا ډلې پر وړاندې د دښمنانه فعالیتونو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخیستل منع کوي.

پردې سربېره افغان مذاکره کوونکو د څلور اړخیزې څارنې میکانیزم د جوړولو وړاندیز وکړ، چې په کې د افغانستان او پاکستان او همدارنګه د منځګړو هېوادونو استازي شامل دي. دوی به د اوربند پلي کول وڅاري او د احتمالي سرغړونو په اړه د معلوماتو شریکول آسانه کړي.

د راپورونو له مخې؛ پاکستاني پلاوي د سهار تر ۶ بجو پورې یوه تعدیل شوې مسوده وړاندې کړه، چې افغان لوري ته د تعامل غځېدا او وړاندیزونو ته د ځواب ویلو ښکارندویي کوي.

ټاکل شوې؛ دواړه پلاوي به د یکشنبې پر ماسپښین بیا سره د منځګړي په شتون کې وګوري. څارونکي په دې اند دي، چې د اوربند د شرایطو د وروستي کولو لپاره به یوه پرېکنده غونډه وي.

دا خبرې، چې د ترکیې پر منځګړیتوب آسانه شوي؛ له وروستي سرحدي تاوتریخوالي او مرګونو نښتو وروسته ترسره کیږي، چې په وروستیو میاشتو کې یې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ اړیکې ترینګلې کړې دي. پاکستان او افغانستان یو بل د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د وسلوالو ډلو د فعالیت پر تور تورن کړي، چې د اوږدې شخړې سرچینه ده.

له سپټمبر راپدېخوا، پاکستان د بې اسنادو افغان کډوالو ایستل زیات کړي، چې اړیکې یې نورې هم ترینګلې کړې دي.

د افغانستان اسلامي امارت په پرله‌پسې د خبرو اترو غوښتنه کړې او ټینګار کوي، چې سوله او اقتصادي همکاري د پرمختګ یوازنۍ لار ده.

شنونکي په ترکیه کې اوسنيۍخبرې اترې د پاکستان او افغانستان ترمنځ منځګړیتوب ته د ټرمپ له لېوالتیا وروسته د کړکېچ کمولو لپاره ترټولو جدي هڅه ګڼي.

که دا خبرې بریالۍ شي؛ کولی شي په سیمه‌ییزه ډیپلوماسۍ کې یو مهم بدلون رامنځته او د سوداګرۍ، سرحدي همکارۍ او د ترهګرۍ ضد ګډ میکانیزمونو د عادي کولو لپاره لار اواره کړي.

Trending

Exit mobile version