تازه خبرونه

په تورخم کې دوه افغان وګړي له بهرنيو اسعارو سره ونيول شول

Published

on

(Last Updated On: زمری ۲۹, ۱۴۰۲)

د پاکستان دان ورځپاڼې څرګنده کړې، چې د شنبې پر ورځ د پیسو مینځلو ضد پاکستانیو ځواکونو د تورخم پر پوله سل زره سعودي ریاله له دوه افغان وګړي سره نیولي دي.

ورځپاڼې د چارواکو د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د بهرنیو اسعارو دغه کچه په یوه ویلچیر کې ځای پر ځای شوې وې، چې د نیول شوي کس له‌خوا له پولې څخه د اوښتو لپاره کارول کېده.

د پاکستان د اړوند چارواکو د څرګندونو له مخې، دغه پيسې د روزل شويو سپيو پر مرسته کشف شوې او نيول شوي دوه کسان وروڼه دي، چې سيمه ييز زندان ته ولېږدول شول.

Trending

Exit mobile version