تازه خبرونه

په تېره یوه میاشت کې د سېلابونو له کبله ۱۸۲ کسان مړه شوي

Published

on

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویلي؛ په تېره يوه مياشت کې د سېلابونو له کبله لږ تر لږه ١٨٢ کسان مړه شوي او له ٢٥٠ ډېر نور ټپيان دي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت ویاند محمد نسیم حقاني ويلي؛ دغو سېلابونو د استوګنې لسګونه کورونه ويجاړ کړي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې زيانمنه کړې او سلګونه څاروي يې له منځه وړي دي.

د یاد وزارت د و څرګندونو له مخې؛  د دغو سېلاونو له کبله ۱۸۲ کسان مړه او له ۲۵۰ ډېر نور ټپيان شوي دي.

د دغه وزارت څېړنې ښيي، چې دغو سېلابونو د استوګنې لسګونه کورونه ويجاړ کړي، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه يې زيانمنه کړې او يو شمېر سړکونه يې هم په بشپړه توګه ويجاړ کړي دي.

د محمد نسیم حقاني د څرګندونو له مخې؛ لوګر، نورستان، ننګرهار، پروان، غزني، میدان وردګ، زابل او کندهار هغه ولایتونه دي، چې د یادو سېلابونو له کبله تر ټولو ډېر زیانونه ور اوښتي دي.

سېلاب ځپلي وايي، خپل ټول شته یې له لاسه وکړي دي.

دوی له اسلامي امارت او مرستندویه بنسټونو غواړي، چې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.

سربېره پر دې د پکتیا ولایت اوسېدونکي هم وايي، چې د وروستیو سېلاونو له کبله یې ماشومان په نس ناستي اخته شوي دي.

دوی له عامې روغتیا له ادارې غواړي، چې د دغه ډول ناروغیو د پراخېدو مخه ونیسي.

له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، چې زیانمنو سیمو ته یې لومړنۍ مرستې رسولي؛ خو دا مرستې کافي ندي. دوی هم له مرستندويه بنسټونو غواړي، چې له زيانمنو کورنیو سره مرسته وکړي.

د هواپېژندنې ادارې د اټکل پر بنسټ، په راتلونکیو دوه ورځو کې ۲۲ ولایتونه د موسمي سېلاونو له خطر سره مخ دي او په ځینو ولایتونو کې د اورښت کچه له ۲۰  څخه تر ۶۰ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.

Trending

Exit mobile version