تازه خبرونه

په تېرو درې میاشتو کې څه باندې درې زره افغان کډوال له ترکیې ایستل شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۷, ۱۴۰۲)

ترکي چارواکي وايي، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو درې میاشتو کې له ۳۰۰۰ ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.

د ترکیې لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روان کال له پیله تر اوسه ۳۲۷۷ افغان کډوال افغانستان ته استول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه افغان کډوال په ناقانونه توګه ترکیې ته راغلي وه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په تېرو څلورو ورځو کې نږدې ۱۰۰۰ افغان کډوال له هېواده ایستل شوي دي.

په ترکيه کې د افغانانو د ټولنې مشر عزت الله سادات وایي: هغه کسان، چې پخوا يې په پخواني حکومت کې کار کړی؛ يا خبريالان دي او يا يې د ملکي کارکوونکیو په توګه کار کړی، د هغوی دوسيې د ترکيې د کډوالو ادارې له خوا څېړل کېږي.

اسلامي امارت پر هغو هېوادونو نیوکه کړې، چې له افغانانو یې کوربتوب کړی او یا یې له هېواده شړلي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي؛ د دوی په ایستلو کې باید همکاري وشي، دا باید په داسې طریقه وي، چې دوی له کړاو سره مخ نشي. بیا هم که دوی (کډوال) غواړي بېرته هیواد ته راستانه شي؛ اسلامي امارت غوره ګڼي، چې بېرته یې خپل هېواد ته را ستانه کړي.

د کډوالو د حقونو یوې فعالې آصفه ستانکزۍ ویلي: د ښکېلو خواوو اړتیا ده، چې پر سمو پلانونو کار وکړي او د کډوالو د وضعیت د ښه کولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

د ترکیې د ولسمشرۍ د ټاکنو په درشل کې ترکیه د میلیونونه کډوالو موضوع د نومندانو د ټاکنیزو کمپاینونو محوري موضوع ګرزيدلې ده.

د دغه هېواد د اوسني ولسمشر له مهمو سیالانو کمال کلیچدار اوغلو ویلي، چې که ټاکنې وګټي؛ نو شاوخوا ۳،۶ میلیون سوري کډوال او په سلهاوو زره افغان کډوال به بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه کړي.

د ترکيې د رسنيو لخوا د خپرو شويو شمېرو له مخې، څه باندې درې سوه زره کډوال په ترکيه کې قانوني ژوند کوي او په زرګونو نور کډوال په ناقانونه توګه په دغه هېواد کې اوسیږي.

Trending

Exit mobile version