تازه خبرونه

په تېرو درې ورځو کې هوایي ځواکونو له ۲۰۰۰ ډېر زلزله ځپلي لېږدولي

د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛  د عملیاتو له لومړۍ ورځې راپدېخوا له کونړ ولایت څخه ننګرهار او له ننګرهار څخه کابل ته ټولټال ۱۸۵ بریالۍ الوتنې ترسره شوې دي.

Published

on

ملي دفاع وزارت ويلي، چې هوایي ځواکونو له تېرو درې ورځو راپدېخوا د ختیځو ولایتونو د زلزله ځپلو د ژغورنې او مرستې په عملیاتو کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلي دي.

د ملي دفاع وزارت د څرګندونو له مخې؛  د عملیاتو له لومړۍ ورځې راپدېخوا له کونړ ولایت څخه ننګرهار او له ننګرهار څخه کابل ته ټولټال ۱۸۵ بریالۍ الوتنې ترسره شوې دي.

د عملیاتو پر لومړۍ ورځ ۸۳ الوتنې ترسره شوې، چې په کې ۱۰۰۰ ټپیان روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د وزارت د څرګندونو له مخې؛ په دوه‌یمه ورځ ۷۲ بریالۍ الوتنې ترسره شوې، چې په کې ۳۶۱ ټپیان، ۵۴۰ ټپیان لرونکي، مرستندویه ډلې او ۱۰۰۰۰ کیلوګرامه طبي تجهیزات او اړین توکي لېږدول شوي دي.

د عملیاتو په درېیمه ورځ ۳۰ الوتنې ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۱۱ ټپیان، ۱۴۸ ټپیان لرونکي او د مرستې ډلې له ۱۳ زره ۱۰۰ کیلوګرامه طبي او خوراکي توکو سره یوځای لږدول شوي دي.

په دې توګه په تېرو درې ورځو کې د هېواد هوایي ځواکونو ټولټال ۲۰۶۰ ټپیان او ۲۳ زره ۱۰۰ کیلوګرامه طبي او خوراکي توکي روغتیایي مرکزونو او خوندي سیمو ته لېږدولي دي.

ملي دفاع وزارت ټینګار کړی، چې د ملي اردو غړي له بشپړې ژمنتیا او پرته له کوم خنډ څخه د ملت خدمت کولو او د خلکو ژوند ژغورلو ته شپه او ورځ چمتو دي.

Trending

Exit mobile version