تازه خبرونه

په تېرو دوه لسیزو کې د لوړو زدکړو لپاره بنسټیز کار ندی شوی – حنفي

Published

on

Last Updated on: لړم ۱, ۱۴۰۱

د رییس الوزرا اداري مرستیال ويلي، د افغانستان ښوونیز نصاب د هېواد اوسنیو اړتیاوو ته بې ځوابه دی او د هېواد ستونزې پرې اوارېدای نشي.

 عبدالسلام حنفي دغه راز د لوړو زدکړو وزارت د نوي سرپرست د معرفي کولو په غونډه کې زياته کړې، چې په تېرو شل کلونو کې د لوړو زدکړو په برخه کې هیڅ بنسټيز کار ندى شوى.

د رییس الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ د افغانستان ښوونیز نصاب د هېواد اوسنیو اړتیاوو سره برابر ندی او د هېواد د ستونزو د اوارولو لپاره ګټور هم ندی. د لوړو زدکړ وزارت باید دې ته پوره پام راواړوي.

د لوړو زدکړو وزارت پخواني وزیر هم ويلي، چې يو نيم کال وړاندې د هېواد په ټولو تحصیلي بنسټونو کې اسلامي ثقافت له یوه کریدیټ څخه درې کریدیټ ته لوړ شوی دی.

د لوړو زدکړو وزارت پخواني وزیر عبوالباقي حقاني وایي؛ پخوا په تحصيلي بنسټونو کې ديني اړتياوې په پام کې نه وې نیول شوي، نو له همدې کبله يې د اسلامي ثقافت مضمون له يوه کريدت څخه درې کريدتونو ته لوړ کړ، د هېواد په ټولو پوهنتونونو کې ورته پاملرنه شوې ده.

بل لور ته د لوړو زدکړو وزارت نوی وزیر ندا محمد ندیم د کړکېچ پر مخنیوي او د ځوان نسل د ظرفیتونو پر لوړولو ټینګار څرګند کړ.

ندامحمد ندیم، چې تر د لوړو زده کړو وزارت د نوي سرپرست په توګه  ګمارل شوی وايي، هغه به د هېواد د دې علمي ادارې د کارونو د لا ښه والي، د کړکېچ په مخنيوي او د ځوان نسل د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې هڅې وکړي

ندا محمد ندیم زیاته کړې: د کارونو د ښه ترسره کولو لپاره به خپل واک و ځواک وکاروو؛ دا یو اړین ډګر دی او نورو هم ورته پام رااړولی، چې دا سنګر د ځان پر ګټه راوڅرخوي.

د اسلامي امارت د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور ويلي، چې په ادارو کې ادلون بدلون یو اصل دی؛ خو په تېرو حکومتونو کې د یو چا ګمارل او لرې کول د بهرنیانو لخوا ترسره کېدل.

نوموړي زیاته کړې؛ پخوا به ځینې کسان افغانستان ته د خپلو جیبونو د ډکولو لپاره راتلل؛ خو هغه کسان، چې د اسلامي امارت لخوا معرفي شوي دي دوه ګونی تابعیت نلري.

په دې غونډه کې د اسلامي امارت مسوولینو د دولتي تحصیلي بنسټونو ترڅنګ د خصوصي هغو پر ملاتړ هم ټینګار وکړ.

Trending

Exit mobile version